د قومندانۍ خبرپاڼه وایي، دغه عملیات د ښار د اتمې حوزې د کارته نو په سیمه کې تېره شپه ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه لیکل شوې چې نیول شوو کسانو په وژنو، تښتونو، وسله والو غلاوو او ورته نورو جنایي جرمونو کې لاس درلود.
خبرپاڼه زیاتوي، د دې مسلې په تړاو د امنیتي بنسټونو څېړنې روانې دي.
که څه هم امنیتي چارواکي په کابل ښار او نورو ولایتونو کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادعا کوي، خو اوس هم د هېواد په ګڼو سیمو کې جنایي پېښې رامنځته کېږي او هېوادوال یې سخت اندېښمن کړي دي.