ads

په کابل کې د دوو ماین چاودنو مخه ونیول شوه

د کابل امنیتي چارواکي د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د دوو ماین چاودنو د مخنیوي خبر ورکوي.

محمدخان بریال
21 غبرګولی 1399
په کابل کې د دوو ماین چاودنو مخه ونیول شوه

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار اووه بجې او ۴۰ دقیقې وسله‌والو مخالفینو د قمبر په څلور لاره کې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې تر کشف وروسته د ګډو ځواکونو له خوا شنډ شو.
د هغه په وینا، دویم ماین د پنځمې حوزې په فاضل بېک سیمه کې د ترهګرو له لوري ځای پر ځای شو و، چې تر پېژندنې وروسته له منځه وړل شوی دی.
امیتي چارواکي پر داسې مهال د یادو ماین چاودنو د مخنیوي خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د هېواد په ګڼو نورو سیمو کې د سړک غاړې ماین چاودنې رامنځته کېږي او د امنیتي ځواکونو تر څنګ ملکي وګړو ته هم پکې مرګ ژوبله اوړي.
امنیتي بنسټونه که څه هم دا د وسله والو مخالفینو کار بولي، خو تر اوسه کومې ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA