د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي کلید ته وویل، ماین د دې ولسوالۍ په خوشک رود سیمه کي اېښودل شوی و، چي د ملکي خلګو پر موټر چاودلی دی.
د بارکزي په خبره، ماین وسله والو ځای پر ځای کړی و، چي په پایله کي يې ۹ تنه وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.
که څه هم د کندهار امنیه قومنداني د داسې ماینونو پړه پر وسله والو طالبانو اچوي، خو تر اوسه د دې پېښې پړه چا نه ده منلې.