ads

نایجریا کې ۱۰۸ بندیان له زندان څخه تښتېدلي

نایجریا کې د اورښتونو له کبله د زندان د یوې بر خې له نړېدو وروسته؛ ۱۰۸ بندیان تښتېدلي دي

نویسنده: Kamran Ahmadzai
7 غویی 1403
نایجریا کې ۱۰۸ بندیان له زندان څخه تښتېدلي

د سلجه په نوم دا زندان د یاد هېواد پلازمېنې ابوجا ته نږدې جوړ شوی دی.

د دغه زندان یو چارواکي اسوشټېډ پرېس ته ویلي چې دمګړی د بندیانو د موندلو هڅې روانې دي.

په همدې حال کې د زندان ویاند ادمو دوزا ویلي چې له زندان څخه ۱۱۸ بندیان تښتېدلي؛ خو لس تنه یې بېرته نیول شوي دي.

نوموړی ویلي، عامو خلکو ته یې امر کړی، چې د مشکوک کس د لیدو په صورت کې نږدې امنیتي بنسټونو ته خبر ورکړي.

سره له دې چې نوموړي د تښتېدلو بندیانو په اړه زیات جزیات نه دی ورکړي؛ خو تر دې وړاندې په سلجه زندان کې تر ډېره د بوکو حرام ډلې غړي بندیان وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA