ads

په کندهار کې دوو چاودنو د ۱۰ ملکي وګړو ژوند واخیست

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، پرون یو ماین د د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په شنه نرۍ سیمه کې پر ملکي موټر چاودنه وکړه.

محمدخان بریال
20 زمری 1399
په کندهار کې دوو چاودنو د ۱۰ ملکي وګړو ژوند واخیست

د ده په وینا، په یاده پېښه کې اته ملکیان ووژل شول.
بارکزی زیاتوي چې یو بل ماین د برج په کلي چاودنه کړې چې له کبله یې دوو تنو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
که څه هم د کندهار امنیتي چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسولیت نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA