د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شامحمد ارین کلید ته وویل، تېره شپه د سروبي د پولیسو پر قومندان دریاخان تلاش د ولسوالۍ اړوند هیبتي سیمه کې د ګزمې پر مهال د ماین چاودنه شوې ده.
نوموړی څرګندوي، په پېښه کې دریاخان تلاش او دوه ساتونکي يې وژل شوي دي.
خو ځايي اوسېدونکي بیا په یاده پېښه کې د سروبي د پولیسو د قومندان او څلورو نور ساتونکو د وژنې خبر ورکوي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې مسولیت منلی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ