ads

په کندز کې لس طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي

د کندز سیمه‌ییز چارواکي وایي، هلته لسو وسله والو طالبانو د خپل ماین په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

محمدخان بریال
21 زمری 1399
په کندز کې لس طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري کلید ته وویل، د سیف الرحمن په نوم د طالبانو مهم غړي او د ماینونو ماهر جوړونکي غوښتل چې تېره شپه د کندز ـ علي اباد ولسوالۍ پر عمومي سړک بشکه‌یي ماین ځای پر ځای کړي.
د ده په وینا، ماین تر چاودنې وړاندې د علي اباد ولسوالۍ د ګذرې په کلي کې پر هغوی چاودنه کړې چې د سیف الرحمن په ګډون لس وسله وال طالبان پکې وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA