ads

جمهور رییس غني درېیو وزارتونو ته نوماند وزیران ور وپېژندل

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ناوخته د کانونو او پټرولیم، پوهنې او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو نوماند وزیران رسما معرفي کړل.

محمدخان بریال
25 غبرګولی 1399
جمهور رییس غني درېیو وزارتونو ته نوماند وزیران ور وپېژندل

سرچینه وایي، دغه مراسم، چې په ارګ کې جوړ شوي وو، درېیو نوماند وزیرانو خپل پلانونه جمهور رییس غني ته وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې خپلې دندې به په ښه ډول مخته وړي.
د یادولو وړ ده چې جمهور رییس محمد اشرف غني د کانونو او پټرولیمو وزارت لپاره هارون چخانسوري، د پوهنې وزارت لپاره مېرمن رنګینه حمیدي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره محمد طاهر زهیر د سرپرست نوماند وزیرانو په توګه معرفي کړي دي.
د ارګ خبرپاڼه وایي، جمهور رییس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته د ملي یووالي، وحدت او پرمختګ لپاره د هغوی پر لا ډېرو هڅو ټینګار وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي، جمهور رییس غني د نجونو د زده کړو ودې ته په شارې سره وویل، موږ باید د افغانستان نجونو ته پیغام ولرو او نړیوالو تجربو ښودلې چې د یو هلک زده کړه یو نسل او د یوې نجلۍ زده کړه پنځو نسلونو ته تغیر ورکوي.
تر دې مخکې جمهور رییس غني ویلي و، چې د وزیرانو د سرپرستۍ دوره به پای ته رسوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA