ads

په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۴ زره او ۵۲۵ تنو ته ورسېد

د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۸۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۴زره او ۸۶۶ تنو ته ورسېد. د دغه وزارت معین وحیدالله مجروح د جمعې په ورځ په یو ویډیویي پیغام […]

محمدخان بریال
10 غبرګولی 1399
په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۴ زره او ۵۲۵ تنو ته ورسېد

د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۸۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۴زره او ۸۶۶ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت معین وحیدالله مجروح د جمعې په ورځ په یو ویډیویي پیغام کې وویل، په تازه ثبت شوو پېښو کې ډېری یې په کابل او هرات ولایتونو کې دي.
د هغه په وینا، تازه درې افغانان له کورونا ویروس مړه شوي او ۴۴ بیا ترې روغ شوي، چې د مړو شمېر ۲۴۹ او د رغېدلو کسانو ۱۳۰۳ تنو ته رسېدلی دی.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA