له دغه وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په خپرو شوو شمېرو کې راغلي چې په همدې موده کې له دې وبا څخه درې تنه مړه شوي او کوم څوک نه دي ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۵۶ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۶۴۲ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ