له دغه وزارت څخه د یکشنبې په ورځ په خپرو شوو شمېرو کې راغلي چې په همدې موده کې له دې وبا څلور تنه مړه شوي او ۲۷نور ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۶۶ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۸۷۹ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی