د دغه وزارت مرستیاله ویانده معصومه جعفري وایي،، په همدې موده کې له دې وبا څخه څوک نه دي مړه شوي او دوه تنه نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۳۶ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۵۰۷ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.