ads

سلام رحیمي: ډېر ژر به د عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا رامنځته شي

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ارګ او سپېدار ترمنځ د سیاسي شخړو د حل لپاره د پرمختګونو خبر ورکوي او وایي چې ډېر ژر به افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ حل کړې. ددې وزارت وزیر سلام رحیمي کابل کې له یوه خصوصي ټلوېزیون سره دا خبرې مطرح کړي دي. نوموړي ویلي،چې […]

نویسنده: shams
30 وری 1399
سلام رحیمي: ډېر ژر به د عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا رامنځته شي

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ارګ او سپېدار ترمنځ د سیاسي شخړو د حل لپاره د پرمختګونو خبر ورکوي او وایي چې ډېر ژر به افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ حل کړې.

ددې وزارت وزیر سلام رحیمي کابل کې له یوه خصوصي ټلوېزیون سره دا خبرې مطرح کړي دي.

نوموړي ویلي،چې ډېر ژر به د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا رامنځته شي او له طالبانو سره د مذاکرې د مرکچي پلاوي واکونه به دغه شورا وټاکي.

خو د عبدالله عبدالله ویاند فریدون خوځون بیا ویلي چې تراوسه د محمد اشرف غني او عبدالله ترمنځ هېڅ هوکړه نه ده شوې.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې تازه د اروپایي ټولنې د افغانستان له ټولو ښکېلو اړخونو د روان سیاسي کړکېچ د پای ته رسېدو په تړاو غوښتنه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA