د راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د اغېزمن شویو کسانو شمېر له ۴۴ لکه اوښتی او له درې لکه ډېر کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ژمي کې ښايي اروپايي هېوادونه د کورونا وېروس له خطرناکې دویمې څپې سره مخامخ شي.
په امریکا کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر تر ۸۴ زره واوښت
د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، خلک باید له سختو محدودیتونو سره ځان عیار کړي او په وینا یې ښايي د ژوند چارې د پخوا په څېر عادي حالت ته راونه ګرځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ