اروپایي ټولنه وایي، د درملو سازمان د اټکل له مخې د کرونا وېروس د مخنیوي لپاره باوري واکسین تولید او عام کېدل به یو کال وخت ونیسي.
له دې وړاندې د همدې سازمان مشرې اورزیلا فندرلاین، تمه ښودلې وه چې د کرونا وېروس ضد واکسین به تر مني بازار ته وړاندې شي، خو اوس دا سازمان د یو کال موده یادوي.
د اروپایي ټولنې د کمېسیون ريیسې همدارنګه له نړیوالو غوښتنه کړې چې ددې وېروس په وړاندې ګډ کار وکړي ترڅو د کرونا وبا ضد واکسین ژر بازار ته وړاندې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازامان ویلي چې د کرونا وېروس ضد واکسین په تړاو نږدې ۷۰ لابراتوارونه د واکسین په جوړولو بوخت دي او تر اوسه درې واکسینونه د کلینکي ازموینو پړاو ته رسېدلي دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ