د ننګرهار ولایتي چارواکي په پاکستان کې ایسار افغانان د تورخم له لارې دې ولایت ته د کرونا ویروس د خپرېدو په برخه کې لوی ګواښ ګڼي.
والي شاه محمود میاخیل وایي، که پاکستان کې بند پاتې افغانان د تورخم له لارې را وليږدول شي، نو دوی به یې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي له کبله د ۱۴ ورځو څخه تر ۲۱ ورځو پورې په تورخم ښارګوټي کې قرنطين کړي.
ټاکل شوې د تورخم دروازه د مارچ په ۲۷ مه نیټه پرانیستل شي خو اوس پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې د تورخم لاره به د اپریل میاشتې تر نهمې نیټې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلي وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ