ads

افغانستان کې د کرونا له کبله خلک اړ دي چې اختر په کور تېر کړي

د عامې روغتیا او حج او اوقافو وزارتونه له خلکو غواړي چې د کوچني اختر په ورځو کې له کوره ونه وځي او اختر په کور تېر کړي.

فضل الهادي حمیدي
2 غبرګولی 1399
افغانستان کې د کرونا له کبله خلک اړ دي چې اختر په کور تېر کړي

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې له خلکو غوښتنه وکړه چې اختر په کور تېر کړي او د خپلوانو کورونو ته له تګ څخه ډ ډه وکړي.

فېروز وایي، په دې وروستۍ یوه اونۍ کې چې قرنطین مات شوی په هېواد کې د کورونا ناروغۍ مثبتو پېښو شمېر هم ورسره په بېسارې توګه لوړ شوی دی:«زموږ غوښتنه له خلکو دا ده چې د اختر په ورځو کې له کوره را ونه ځي او اختر په کورونو کې ولمانځي، ځکه چې په دې وروستۍ یوه اونۍ کې د قرنطین ماتېدو له کبله د کورونا ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر په بېسارې توګه لوړ شوی دی.»

په ورته وخت کې د حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم منیب هم وایي، د دوی فتوا د عامې روغتیا وزارت د غوښتنوسره سمه ده او په وینا یې، هغه څوک چې د کورونا ناروغۍ ته ورته نښې نښانې ولري او یا نورې داسې ناروغۍ لکه شکر، قلبي ناروغي، لوړ فشار او یا داسې نورې ناروغۍ ولري نو باید د اختر لمانځه ته له تګ څخه ډ ډه وکړي.

منیب زیاته کړه، هغه څوک چې د اخترلمانځه ته ځي نو باید ټولنیز واټن مراعات کړي، ماسک او دسکش ولري، له ځان سره خپل جاینماز ولري او جوماتونه دوا پاشي کړي:« هغه څوک چې ټوخی، د ستوني درد، تبه، شکر، قلبي تکلیف او یا داسې نورې ناروغۍ ولري نو د فرض لمانځه لپاره دې جومات ته نه راځي د اختر لمونځ خو لا واجب دی چې قضایي هم نه لري».

د عامې روغتیا وزیر په ورته وخت کې حکومت ته د داسې یوې طرحې د وړاندې کولو خبر هم ورکړ چې پربنسټ به یې له اختر وروسته په تدریجي توګه قرنطین له منځه ولاړ شي.

فېروز وایي، د قرنطین د له منځه تللو په طرحه کې د ژوند ټولو فعالیتونو ته اجازه ورکړل شوې خو تر ځانګړو شراېطو لاندې چې باید په ښوونځي، پوهنتون، اداره او نورو چارو کې ټولنیز واټن مراعات او له ماسک، دستکشو او داسې نورو اړیکو وسایلو څخه ګټه واخیستل شي:«شاید دا ویروس د اوږدمهال لپاره او یا هم د تل لپاره پاتې شي نو دوامداره قرنطین ناشونی دی نو باید قرنطین د روغتیایي لارښوونو او ټولنیز واټن په مراعات سره په تدریجې توګه له منځه یووړل شي».

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا د وزیر په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۶۰ سمپلونه کتل شوي، چې له دې څخه یې ۵۴۲ د کورونا مثبتې پیښې ثبت شوې چې په افغانستان کې ټولټال د مثبتو پېښو شمېر ۹۲۶۱ ته ورسېد او تر اوسه ۲۰۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۹۳ تنه نور ترې بېرته رغېدلي دي.

کورونا ویروس ته په ځانګړې شوې بودجه کې د فساد په اړه اندېښنې

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA