ads

کورونا ویروس ته په ځانګړې شوې بودجه کې د فساد په اړه اندېښنې

د کلید ګروپ معلومات څرګندوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا د ناروغانو لپاره په ورته چمتوالي بېلابېل لګښتونه راغلي دي. د کلید د معلوماتو پربنسټ دغه لګوښتونه په یوه بستر باندې د ۳۵۰ زرو او ۱۴۲ زرو افغانیو ترمنځ دي. په ورته وخت کې خلک هم شکایت کوي چې د یوې اونۍ په […]

فضل هادي حمیدي
25 غویی 1399
کورونا ویروس ته په ځانګړې شوې بودجه کې د فساد په اړه اندېښنې

د کلید ګروپ معلومات څرګندوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا د ناروغانو لپاره په ورته چمتوالي بېلابېل لګښتونه راغلي دي.
د کلید د معلوماتو پربنسټ دغه لګوښتونه په یوه بستر باندې د ۳۵۰ زرو او ۱۴۲ زرو افغانیو ترمنځ دي.
په ورته وخت کې خلک هم شکایت کوي چې د یوې اونۍ په تېرېدو سره یې د کورونا د ټېسټ پایلې نه دي راوتلې.
د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون هم په ولایتونو کې د کورونا بودجې په لګښت نیوکه کوي او وایي چې د یادو پیسو په مصرف کې فساد کیږي.
خو د مالیې وزارت وایي چې د دوی د کورونا ناروغۍ اړوند بودجې د لګولو لپاره یوه ځانګړې تګلاره جوړه کړې ده.
کلید ګروپ د هېواد په څلورو ولایتونو هرات، کندهار، ارزګان او ننګرهار کې له کورونا سره د مبارزې د چمتوالي په اړه څیړنه کړې او په دغه څېړنه کې جوته شوې چې په ورته چمتوالي او د ورته ناروغانو لپاره بېلابېل لګښتونه راغلي دي.
په داسې حال کې چې د کورونا ناروغانو لپاره یو شان وسایل او امکاناتو ته اړتیا ده، خو په دغو وسایلو په ځینو ولایتونو کې لوړ لګښت راغلی، په ځینو کې بیا نسبتا کم.
کلید ګروپ په هر ولایت کې تر اوسه لګول شوې پیسې او چمتو شوي بسترونه سره پرتله کړي دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند رفیق شېرزی وایي، په دغه ولایت کې ۷۸۰ بسترونه چمتو شوي چې تر اوسه په دغه چمتوالي له څلور سوه مېلیونه بودجې څخه ۲۷۰ میلیونه یې لګول شوې ده.
د کلید ګروپ د محاسبې له مخې په هرات کې په هر بستر څه باندې ۳۴۶ زره افغانۍ لګښت راغلی دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند فیق شیرزی زیاتوي:« ۱۸۰ بسترونه په ۹ ولسوالیو کې او ۶ سوه بسترونه په مرکزکې چمتو شوي چې له ۴ سوه میلیونه افغانیو څخه یې د ۲۷۰ میلیونو افغانیو تداروکاتي پروسه بشپړه شوې او تر ۳۰ فیصده قراردادونه یې هم طی مراحل شوي دي.»
په ورته وخت کې په ارزګان ولایت کې هم د کورونا ناروغۍ سره د مبارزې په چمتوالي له هرات څخه کم خو له ځینو نورو ولایتونو څخه زیات لګښت راغلی دی.
د ارزګان ولایت د عامې روغتیا رییس حبیب الله پوپلزی وایي، په دغه ولایت کې یې تر اوسه له کورونا سره په مبارزه کې ۵ نیم میلیونه افغانۍ لګولې او د کورونا ناروغانو د درملنې لپاره یې ۲۰ بسترونه چمتو کړي دي.
د دغو معلوماتو پربنسټ په یوه بستر له ۲۷۵ زره څخه زیات لګښت راغلی دی: «په مرکز کې مو اوس یو ۲۰ بستریز روغتون چمتو کړی او په ولسوالیو کې هم پلان لرو، ۳۰ میلیونه افغانۍ بودجه د ولایت لپاره له کورونا سره مبارزې ته ځانګړې شوې وه او ۲ میلیونه د عامې روغتیا وزارت له خوا راکړل شوې وه چې ۲ میلیونه د عامې روغتیا بودجه او ۳ نیم میلیونه د ولایت له بودجې څخه لګول شوې ده.»
په همدې حال کې بیا د کندهار چارواکي وایي، دوی تر اوسه د کورونا ناروغانو لپاره یو ۳۵۰ بستره روغتون چمتو کړی او تر اوسه یې د دغه ولایت لپاره له کورونا سره د مبارزې له پیسو څخه ۵۰ میلیونه افغانۍ لګولې دي چې ځینې پېرل شوي توکي ورته د رسېدو په حال کې دي.
د کلید ګروپ له خوا تر لاسه شوي معلومات څرګندوي چې په کندهار کې د هرات او ارزګان ولایتونو په پرتله د یوه بستر د لګښت کچه ټیټه ده.
په کندهار کې په یوه بستر څه باندې ۱۴۲ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.
د کندهار د عامې روغتیا رییس محمدطاووس اشرف نادري وایي: «د کندهار لپاره ۱۱۰ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوې وه چې ۱۰ میلیونه د عامې روغتیا وزارت له خوا او ۱۰۰ میلیونه افغانۍ د حکومت له خوا راکړل شوې وه چې ۵۰ میلیونه یې تر اوسه لګول شوې، ځینې پېرل شوي توکي رسېدلي او ځینې نور یې د رسېدلو په حال کې دي.»
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي مرستیال تمیم عارف مومند وایي، دغه ولایت ته تر اوسه ۵۰ میلیونه افغانۍ د مرکز له خوا له کورونا سره د مبارزې لپاره ورکړل شوې دي او له هغه څخه د بسترونو، تجرید د مرکزونو او له بېوزلو کورنیو سره د مرستې په موخه ۳۵ میلیونه افغانۍ لګول شوې دي.
د کلید ګروپ د معلوماتو پربنسټ، په ننګرهار کې سل بسترونه د کورونا ناروغانو لپاره چمتو شوي چې په هر بستر ۳۵۰ زره افغانۍ لګښت راځي.
د ننګرهار د والي مرستیال تمیم عارف یې په اړه وایي:« د ولایت مقام له خوا چې لګول شوې ۳ میلیونه افغانۍ د تورخم قرنطین لپاره، ۱۷ میلیونه افغانۍ د تجرید مرکز لپاره او شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانۍ نورې د خوراکي توکو د مرستې لپاره له بېوزلو کورنیو سره لګول شوې دي او د سل میلیونه افغانیو د نورو پیسو غوښتنه مو هم کړې ده.»
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون هم په ولایتونو کې له کورونا سره د مبارزې بودجې د لګښت په اړه اندېښنې لري او وایي چې په ولایتونو کې د یادو پیسو په لګولو کې پراخ فساد موجود دی.
د دغه کمېسیون مشر زلمی زابلی وایي، په ولایتونو کې له کورونا سره د مبارزې په موخه چې کومه بودجه لګول کیږي په هغه څارنه کمزورې ده او فساد پکې موجود دی:«په هغه پیسو کې چې د حکومت له خوا ولایتونو ته ورکړل شوې، په هغه کې پراخ فساد دی او په ښه توګه څارنه ترې نه کیږي، ورته اسناد او لیستونه له نورو ولایتونو هم خپریږي چې ځینې جنسونه په ډېرو لوړو بیو اخیستل شوي دي.»
په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم په ولایتونو کې د کورونا بودجې د لګښت په اړه اندېښنې لري او وایي، چې په ولایتونو کې د کورونا سره د مبارزې په بودجه کې فساد کیږي.
د دغه جرګې غړی منورشاه بهادري وایي، له افغانستان سره شاوخوا یو میلیارد ډالر نقدې مرستې وشوي خو اوس حکومت له نړیوالو پور هم اخلي.
بهادري وایي، په دغو پیسو کې فساد کیږي او په وینا یې، د کابل ښاروالي له مالیې وزارت څخه دوه میلیونه ډالر اخلي او په بدل کې یې ۲۵ زره کورنیو ته د ورځې لس ډوډۍ ورکوي چې په خبره یې یوه ډوډۍ په نوي افغانۍ تمامېږي: «څه کم یو میلیارد ډالر له افغانستان سره نقدي مرسته وشوه او حکومت د بودجې تعدیل هم غوښتی او اوس له نړیوالو پور هم اخلي نو دا پیسې چیرته ځي او په دغو کې فساد دی، د کابل ښاروال وایي چې له مالیې وزارت څخه دوه میلیونه ډالر اخلي او په بدل کې یې ۲۵ زرو کورنیو ته د ورځې لس ډوډۍ ورکوي چې یوه ډوډۍ په ۹۰ افغانۍ تمامیږي.»
په همدې حال کې د ولسي جرګې بل غړی غلام فاروق نظري هم له کورونا سره د مبارزې د کمېټې په کړنو نیوکه کوي او دغه کمېټه په خپلو چارو کې ناکامه بولي:«د جمهوررییس د دویم مرستیال تر مشرۍ لاندې له کورونا سره د مبارزې کمېټه په خپلو چارو کې ناکامه ده او پیسې حیف و میل کیږي، دا لس ډوډۍ چې ورکوي دا لس فیصده اړمنو کورنیو ته رسېږي او ۹۰ فیصده بېوزله کورنۍ همداسې پاتې دي.»
خو د مالیې وزارت وایي، چې له کورونا سره د مبارزې د پیسو د لګښت لپاره یې یوه ځانګړې تګلاره چمتو کړې ده.
د دغه وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وایي، د دې تګلارې پربنسټ په هر ولایت کې یوه شورا جوړیږي چې د پیسو لګولو څخه به څارنه کوي او د پیسو د لګښت اسناد به تاییدوي.
نوموړی وایي، په دغه شورا کې د ولایت، خصوصي سکتور او مدني ټولنې استازي ګډون لري: «هغه پیسې چې په ولایتونو کې له کورونا سره د مبارزې په برخه کې لګول کیږي، دمالیې وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو له خوا یوه تګلاره ورته جوړه شوې چې د دغه تګلارې پربنسټ په ولایت کې یوه شورا جوړیږي چې د ولایت استازی، مستوفي، خصوصي سکتور، د مدني ټولنې او رسنیو استازي دي چې هم د پیسو د لګښت څارنه کوي او هم د پیسو لګښت تاییدوي.»
د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي زیاتوي، د دغه شورا پر څارنې سربېره له مالیې وزارت سره هم باید د لګول شویو پیسو اسناد شریک شي چې چیرته او څه ډول لګول شوې دي :« د مالیې وزارت دغه شورا د اسانتیا لپاره جوړه کړې خو په خپله د مالیې وزارت هم د ټولو پیسو د لګېدو اسناد غواړي چې چېرته او څه ډول لګول شوې دي.»
خو د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وایي، ولایتونو ته چې کومې پیسې لېږل شوې دا د هغه ولایتونو په ټولو روغتیایي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي اړتیاو لګول کیږي.
نوموړی په ولایتونو کې د لګول کېدونکې بودجه په روڼتیا ټینګار کوي او وایي چې په هر ولایت کې د والي ترمشرۍ لاندې یوه کمېټه ګمارل شوې، ترڅو بودجه په رڼه توګه ولګول شي: « کومې پیسې چې د جمهوررییس په لارښوونه د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې له خوا ولایتونو ته استول شوې، هغه د کورونا له کبله په ټولو روغتیایي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو اړتیاو لګول کیږي او روغتیا ریاست یوازې یو جز دی او هلته د دغو لګښتونو لپاره یوه کمیټه جوړه شوې چې د هر ولایت والي یې په راس کې دی.»
په ټېسټ کې ځنډ:
د کورونا ناروغۍ یو شمېر مشکوک ناروغان شکایت کوي چې نېږدې د یوې اونۍ په تېرېدو سره لاهم د دوی د ټېسټ پایلې نه دي معلومې شوې.
دوه تنو د کورونا مشکوکو ناروغانو مسعود او مزمل د افغان جاپان روغتون ترمخ چې د خپل ټېسټ پایلو ته په تمه وو، کلید ته وویل چې پنځه ورځې تېرې شوې خو لاهم یې پایلې نه دي معلومې او ورته ویل شوي چې یوه اونۍ وروسته یې پایلې معلومیږي.
خلک نیوکه کوي چې لومړیتوب چارواکو او کورنیو ته یې ورکول کیږي:« د یک شنبې په ورځ یې زموږ ټیسټ کړی خو نن چارشنبې ده او زموږ پایلې نه دي معلومې او راته وایي چې دیکشنبې په ورځ یې پایلې معلومیږي.»
خو د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وایي، چې یو څو ورځې د کار د ډېروالي له کبله د پایلو په اعلان کې یوه اندازه ځنډ راغلی و خو اوس د دوی همکاران پرې کار کوي چې دغه ستونزه حل کړي:« اصول دا دي چې که چیرې په یوه کاري ټولنه کې کومه مثبته واقعه ثبت شي نو موږ له ټولو آن د هغوی له کورنیو سمپلونه اخلو، موږ هیڅ غیرقانوني کار نه دی کړی، څوک چې لومړی راغلي لومړی یې پایلې اعلانیږي، په تېرو څو ورځوکې لږ ځنډ راغلی و او زموږ همکاران پرې کار کوي چې دغه ستونزه حل کړي.»
د ناروغانو او روغتیایي کارکوونکو ډوډۍ:
د کلید ګروپ له خوا ترلاسه شوي اسناد څرګندوي چې د کورونا ناروغانو او روغتیایي کارکوونکو لپاره له انټرکانټیننټال سره د غذا قرارداد شوی، خو د روغتیایي کارکوونکو او ناروغانو په غذایي مینیو کې یوازې له سهاره یوه اېشېدلې هګۍ او په غرمه کې یو سلاډ توپیر دي چې د روغتیایي کارکوونکو په غذا کې زیات دی، خو په بیه کې یې بیا سل افغانۍ توپیر دي.
نو اوس پوښتنه دا مطرحه کیږي چې یوه هګۍ او سلاډ سل افغانۍ ارزښت لري؟
خو د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وایي چې له هوټل سره په ټولیزه توګه د یوه ناروغ او یوه ډاکټر لپاره د ۵ سوه افغانیو په ارزښت د ډوډۍ قرارداد شوی دی: «موږ په ورځ کې د ناروغ لپاره ۲ سوه او د ډاکټر لپاره ۳ سوه بودجه لرو،خو له هوټل څخه مجموعي قیمت اخیستل شوی چې دواړه مینیو ګانې باید ۵۰۰ افغانۍ شوی وی.»
دا په داسې حال کې ده چې ورځ تربلې په افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي او د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې که خلک روغتیایي لارښوونې او ټولنیز واټن مراعات نه کړي نو یو انساني ناورین به رامنځته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA