ads

نجونې د زده کړو پیلېدو ته په تمه دي

که څه هم د ښوونیز کال دوې میاشتې په تېرېدو دي، خو لاهم ترشپږم ټولګې پورته نجونې په دې تمه دي چې ګواکې نن او سبا به پر دوی د ښوونځیو د خلاصون زېری کېږي.

فرشته خرمي
18 غویی 1403
نجونې د زده کړو پیلېدو ته په تمه دي

اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي، هرکله چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصون په تړاو طرحه تایید او د رهبرۍ پرېکړه وشي، د ټولو نجونو پر مخ به ښوونځي او پوهنتونونه پرانېستل شي.
خو یو شمېر نجونې له اسلامي امارت څخه غواړي چې ژر تر ژره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د دوی پر مخ پرانېزي او د زده کړو برخلیک یې معلوم کړي.
د طب پوهنځي د څلورم کال محصله دیانا او د پښتو ادبیاتو محصله ویدا وايي، نور باید امر ثاني پای ته ورسېږي او د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي.
دیانا وايي:
«څه د پاسه یو نیم کال کېږي چې د نجونو پر مخ پوهنتونونه بند دي او د روان ښونیز کال هم دوې میاشتې تېرې شوې. له اسلامي امارت نه مو غوښتنه دا ده چې د نجونو پر مخ پوهنتونونه او ښوونځي ژر تر ژره خلاص کړي.»
ویدا هم وايي:
«امر ثاني اوس هم دوام لري او له ښوونیز کال څخه هم دوې میاشتې تېرېږي، لا هم د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړلې دي. هیله مو له اسلامي امارت څخه دا ده چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې پرانېزي.»
له زده کړو پاتې یوه زده کوونکې ذکیه چې سږ کال باید په دوولسم ټولګي کې وای، له اسلامي امارت څخه ورته غوښتنه کوي او وايي:
«له اسلامي امارت څخه غواړم چې زموږ پر مخ ښوونځي پرانېزي، تر څو له ښوونې بې برخې نه شو، تعلیم وکړو او خپلو اهدافو ته ورسېږو.»
د لسم ټولګي زده کوونکې دعا وايي، اسلامي امارت نور باید د ښوونځیو طرحه ورورستۍ او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي:
«له حکومت څخه غواړو چې د ښوونځیو د دروازو پرانېستلو طرحه وروستۍ کړي، ترڅو نجونې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»
و مو غوښتل چې په دې اړه د مسوولو ادارو نظر هم واخلو، خو له اړیکو سره سره مو ځواب ترلاسه نه کړ.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې هم د اسلامي همکاریو سازمان په خپله ۱۵مه غونډه کې چې د ګامبیا هېواد په مرکز بانجول کې جوړه شوې وه، د افغانستان پر اوسني سرپرست حکومت غږ کړی و چې هر څومره ژر کېږي د نجونو د زده کړو او کار حقونه ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA