د یاد ولایت د عامې روغتيا رياست مرستيال مولوي فتح خان وايي، د واکسينونو په دغه دوره کې به د یاد ولايت د مرکز په ګډون د درېیو ولسواليو پر ۶۵زره ماشومانو چې عمرونه يې تر پنځه کلنۍ کښته دي، واکسین شي.
هغه وايي، ياد کمپاين يې په امتحاني ډول پيل کړی او که ښه پایله ورکړي، په راتلونکي کې هم د ورته کمپاينونو پلي کېدو پلان لري.
مولوي فتح خان:
«دا واکسين د مک په نوم دی، ټول واکسينونونه په کې موجود دي، په خاص ارزګان ولسوالۍ مرکز ترينکوټ، دهراوود او چهارچينو ولسوالۍ کې به په امتحاني ډول پر هغو ماشومانو پلي شي چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کښته وي، له ټولو کورنيو څخه غواړو چې خپل ماشومان واکسين کړي.»
د ارزګان ديني عالمان وايي، واکسينونه چې وقايوي بڼه لري، باید هره کورنۍ د خپل ماشومانو د روغتيا سلامتيا لپاره ټولې دورې بشپړې کړي.
يو تن ديني عالم مولوي محمد نبي محمد يې په اړه وايي:
«واکسين وقايه ده د ناروغيو لپاره. ټولو پلرونو، ميندو او خلکو ته خواست کوو چې خپل ماشومان واکسيناتورانو ته ورولي او واکسين يې کړي.»
د ارزګان اوسېدونکي وايي، خلک بايد د واکسين په اړه منفي تبلیغاتو ته پام ونه کړي او باید خلک ماشومانو ته واکسين ورکړي.
د ارزګان اوسېدونکی شېر محمد وايي، پر ماشومانو په ځل ۱۲ډوله واکسين تطبیق کولو ګټور دي او له حکومت څخه غواړي چې دغه ډول کمپینونه دوامداره کړي.
شېر محمد:
«خلک باید خپلو ماشومانو ته واکسين ورکړي او له حکومت څخه غواړو چې په راتلونکي کې هم په ارزګان کې دغه ډول واکسينونه عملي کړي.»
په ارزګان کې لاهم په يو شمېر سيمو کې خلک د عامه پوهاوي د کمښت له کبله پر خپلو ماشومانو واکسينونه نه پلي کوي.