د افغانستان د عامي روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په هېواد کې د کرونا ۵۲نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې دې سره په ټول هېواد پر کرونا د اخته کسانو شمېر۶۰۷تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، چې له مثبتو پېښو یې ۲۸ په کابل، ۸ په کندهار، ۷ په هرات، ۴ په بلخ، ۲ په بامیان، ۱ په ننګرهار، یوه په هلمند او یوه مثبته پېښه په پکتیا کې ثبت شوې ده.
د مایار په وینا تر دې دمه له دې وېروس څخه ۳۷ تنه روغ شوي او ۱۹ یې مړه کړي دي.
روغتیایي چارواکي ټینګار کوي، که افغانان کورونا جدي ونه ګڼي، امکان شته چې ګڼ هېوادوال پرې اخته شي.
د راپورونو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې نږدې دوه میلونه انسانان پر دې وېروس ککړ شوي دي او له دې وېروس څخه په ټوله نړۍ کې له ۱۱۲زرو ډېر کسان مړه شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ