د هرات کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي، په وروستیو دوو اوونیو کې له ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر دوه برابره زیات شوی.
د هرات کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس، احمد جاوید نادم وايي چې د ورځې تر ۲۰۰۰ زیات افغانان د کرونا ویروس له وېرې د اسلام کلا له پولې هېواد ته رااوړي.
د هرات عامې روغتیا ریاست چارواکي او د ولایتي شورا ځینې غړي د اسلام کلا بندر پرانیسته د اندېښنې وړ بولي.
د هرات عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د کرونا ویروس کابو ۶۰ شکمنې پېښې په دغه ولایت کې ثبت شوې دي چې فقط یوه پېښه یې مثبته ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ