ads

په ایران کې به د کورونا له کبله بېړنی حالت دوام وکړي

د ایران جمهور رییس حسن روحاني وایي، د کورونا ویروس له کبله به هلته د ۲۰۲۰ میلادي کال تر وروستیو بېړنی حالت دوام ولري.

محمدخان بریال
20 زمری 1399
په ایران کې به د کورونا له کبله بېړنی حالت دوام وکړي

د هغه له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې د نوموړي له قوله ویل شوي چې د شپږو نورو میاشتو لپاره به دا حالت دوام پیدا کړي او د محدودیتونو لېرې کېدو لپاره تر اوسه هېڅ برنامه نشته.
د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې د ایران حکومت لګول شوي محدودیتونه لږ نرم کړل، خو د دغه هېواد اوسېدونکو روغتیایي لارښوونو ته هېڅ پام ونه کړ چې په پایله کې هلته کورونا ویروس په پراخېدو شو.
د شمېرو له مخې تازه په ایران کې ۲۰۲۰ تنه پر کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او ۱۶۰ نور یې بیا مړه کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA