د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي، حنیف اتمر په دې لیدنه کې په افغانستان کې سوله د سیمې د امن او ثبات کلي وبلله او زیاته یې کړه چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول د ایران رول خورا مهم دی.
سرچینه زیاتوي، په دې ناسته کې دواړو لورو د تروریزم او قاچاقي شبکو پر وړاندې پر ګډې مبارزې، په ایران کې د افغان کډوالو د شتون پر قانوني کېدو او د هغوی د بشري حقونو پر ساتلو هوکړه وکړه.
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر تېره ورځ د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر وکړ او هلته یې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره هم وکتل.
د دغه سفر هدف، په ایران کې له افغانانو سره د ایراني ځواکونو د ناوړه چلند پېښو څېړل، د داسې پېښو د تکرار مخنیوی او ورته نور مسایل بلل شوي دي.
نوموړی په داسې حال کې ایران ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې ایراني ځواکونو یو شمېر افغان کارګر سیند ته وغورځول او په یوه بله پېښه کې یې د افغان کډوالو موټر په نښه کړ، درې افغانان پکې ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.