د صنعت او سوداګرۍ وزارت سوداګريز مرستيال عبدالكريم ملكيار وايي، د هوايي دهلېزونو له پرانيستل كېدو راهيسې د افغانستان ۱۲ زره ټنه توكي د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.
هغه نن ملت ته د دولت د حساب وركولو لړۍ په دوام كې وويل، دې توكو ۲۷۵ ميليون ډالره ارزښت درلود او په ۱۱۰۰ پروازونو كې له هېواده بهر لېږدول شوي دي.
د ملكيار په وينا، په ۱۳۹۸ مالي كال كې د تالك په ګډون شاوخوا ۱۰۰۰ ټنه توكي د رېل پټلۍ له لارې له افغانستانه چين ته صادر شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سوداګريز مرستيال زياته كړه، هوايي دهلېزونه، چابهار بندر، رېل پټلۍ، د لاجوردو لار او له هېواده بهر نندارتونونه د افغانستان د صادراتو د پراختيا او د سوداګرۍ د ودې سبب شوي دي.