slideshow, كورني خبرونه

ملا برادر او خليلزاد د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې هوكړه ليك لاسليك كړ

توسط - ملا برادر او خليلزاد د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې هوكړه ليك لاسليك كړ

د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك د شنبې په ورځ ناوخته د قطر په پايتخت دوحه كې هلته د طالبانو د سياسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر او د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ترمنځ لاسليك شو. د دغه هوكړه ليك د لاسليك په مهال د لسګونو هېوادونو او نړيوالو...

slideshow, كورني خبرونه

د تاوتريخوالي كمولو په اونۍ كې لسګونو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - د تاوتريخوالي كمولو په اونۍ كې لسګونو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بشري حقونو خپلواك كمېسيون وايي، د تاوتريخوالي كمولو په اونۍ كې د وسله والو طالبانو له خوا په رامنځته شوي تاوتريخوالي كې ۵۶ ملكي وګړو او ۴۵ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ياد كمېسيون د راپور له مخې، په دې اونۍ كې د تېرې اونۍ په پرتله ملكي مرګ ژوبله ۲۸ فيصده كمه شوې ده. د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون...

slideshow, كركټ

په ننګرهار كې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د كركټ سيالۍ پاى ته ورسېدې

توسط - په ننګرهار كې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د كركټ سيالۍ پاى ته ورسېدې

په ننګرهار كې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د "افغانۍ زموږ ملي هويت دى" تر سرليك لاندې د كركټ ۱۲ اوريزې سيالۍ پاى ته ورسېدې. دا سيالۍ د ګوشتې ولسوالۍ د اړخي كلي په لوبغالي كې د خيبر پښتونخوا او ننګرهار د كركټ لوبډلو ترمنځ وشوې. په پايلوبه كې د وطن دوست لوبډلې د چمن لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو اتلولي خپله...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

د څلورو ايراني وكيلانو د كورونا ويروس ازموينه مثبته وخته

توسط - د څلورو ايراني وكيلانو د كورونا ويروس ازموينه مثبته وخته

د ايران د پارلمان د څلورو غړو د كورونا ويروس ازموينه مثبته ثابته شوې ده. د دغه هېواد د پارلمان يوه غړي محمد علي وكيلي پر خپله ټويټر پاڼه د يادو وكيلانو د مثبت ازموينې خبر وركړى دى. په كورونا ويروس د اخته ايراني وكيلانو نومونه نه دي خپاره شوي. په ايران كې د دې ويروس خپرېدل هلته په ډېرو جوماتونو كې د جمعې لمانځه د...

slideshow, كورني خبرونه

په بغلان كې د نشه يي توكو درې قاچاق وړونكي ونيول شول

توسط - په بغلان كې د نشه يي توكو درې قاچاق وړونكي ونيول شول

د بغلان پوليسو د نشه يي توكو د قاچاق په تړاو درې تنه نيولي دي. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت كليد ته وويل، دا كسان تېره شپه، كله چې يې غوښتل ۱۴ كيلو ګرامه چرس قاچاق كړي، د يادې قوماندانۍ له نشه يي توكو سره د مبارزې د مديريت ځواكونو له لوري په شمرق كمربند كې ونيول شول. دى وايي،...

slideshow, بهرني خبرونه, سيمه او نړۍ

ټرمپ له انقرې د واشنګټن پر ملاتړ ټينګار وكړ

توسط - ټرمپ له انقرې د واشنګټن پر ملاتړ ټينګار وكړ

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د تركيې له جمهور رئيس رجب طيب اردوغان سره په ټيليفوني خبرو كې له انقرې د واشنګټن پر ملاتړ ټينګار كړى دى. سپينې ماڼۍ د جمعې په ورځ په يوې اعلاميې كې ويلي، ټرمپ په دې ټيليفوني خبرو كې له سوريې، روسيې او ايران څخه غوښتي، چې د سوريې په ادليب ولايت كې تهاجمي عمليات پاى ته ورسوي. په...

slideshow, بهرني خبرونه, كورني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

كورونا ويروس په چين كې د ۴۷ نورو كسانو ژوند اخيستى

توسط - كورونا ويروس په چين كې د ۴۷ نورو كسانو ژوند اخيستى

په چين كې د ۴۷ نورو كسانو په مړينې سره په دغه هېواد كې د كورونا ويروس د قربانيانو شمېر ۲۸۳۵ تنو ته ورسېد. د راپورونو پر بنسټ، هلته په دې ويروس د اخته كسانو شمېر ۷۹۲۵۱ ته لوړ شوى دى. د چين ملي روغتيايي كمېسيون نن سهار اعلان وكړ، چې په دې هېواد كې د كورونا ويروس ۴۲۷ نوې پېښې ثبت شوي، چې ډېرى...

slideshow, كورني خبرونه

جمهور رئيس غني: له طالبانو سره هر لاسليكېدونكى هوکړه ليک به مشروط وي

توسط - جمهور رئيس غني: له طالبانو سره هر لاسليكېدونكى هوکړه ليک به مشروط وي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره چې هر هوکړه ليک لاسليکېږي، مشروط به وي او كه هغوى له جګړې لاس واخلي، شرطونه به بدلون ومومي. نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام د ويډيو كنفرانس له لارې د هېواد له يو شمېر واليانو سره د سولې بهير پر وروستيو پرمختګونو د خبرو په مهال وكړې. د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې...

slideshow, كورني خبرونه

امريكا او طالبان نن د سولې هوكړه ليك لاسليكوي

توسط - امريكا او طالبان نن د سولې هوكړه ليك لاسليكوي

د امريكا او طالبانو ترمنځ له شاوخوا ۱۸ مياشتنيو مذاكراتو وروسته بالاخره نن د قطر په پايتخت دوحه كې د دواړو لورو ترمنځ د سولې هوكړه ليك لاسليكېږي. ويل كېږي د دغه هوكړه ليك د لاسليك په مراسمو كې به د اوو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د لسګونو نورو هېوادونو او نړيوالو بنسټونو استازي ګډون ولري. د ياد هوكړه ليك د لاسليك لپاره...

slideshow, بهرني خبرونه, ګاونډي هېوادونه

په پاكستان كې ټرافيكي پېښې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژلي

توسط - په پاكستان كې ټرافيكي پېښې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژلي

د پاكستان په سيند ايالت كې د جمعې په ورځ ټرافيكي پېښې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. پاكستاني چارواكي وايي، د ياد ايالت په سوككُر ولسوالۍ كې يوه اورګاډي له مسافر وړونكي بس سره ټكر كړى، چې له كبله يې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي دي. د دوى په وينا، په دې ټرافيكي پېښه كې ۵۵ تنه ټپيان شوي هم دي. دغه...