ads

يوه تايلنډي سرتېري په ډزو ۲۷ تنه ووژل

د تايلنډ د شمال ختيځ په يوه پلورنځي كې يوه تايلنډي سرتېري په ډزو لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د تايلنډ پوليسو ويلي، چې دې سرتېري په ځايي وخت د شنبې په مازديګر لومړى خپل قوماندان وژلى، بيا يې پر خپلو ملګرو ډزې كړي او وروسته په ناخون ناتچاسيما ښار كې يوه پلورنځي […]

نویسنده: hewadpal
20 سلواغه 1398
يوه تايلنډي سرتېري په ډزو ۲۷ تنه ووژل

د تايلنډ د شمال ختيځ په يوه پلورنځي كې يوه تايلنډي سرتېري په ډزو لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د تايلنډ پوليسو ويلي، چې دې سرتېري په ځايي وخت د شنبې په مازديګر لومړى خپل قوماندان وژلى، بيا يې پر خپلو ملګرو ډزې كړي او وروسته په ناخون ناتچاسيما ښار كې يوه پلورنځي ته ننوتى دى.
د سرچينې په خبره، هغه په پلورنځي كې پر عامو خلكو هم ډزې كړي، چې په ټوله كې يې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژلي او ۵۷ نور يې ټپيان كړي دي.
په همدې حال كې تايلنډي چارواكو اعلان كړى، چې بريد كوونكى سرتېرى د امنيتي ځواكونو له لوري وژل شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA