ads

په چين كې يو جاپانى وګړى په ۱۵ كاله بند محكوم شو

د چين يوې محكمې يو جاپانى وګړى د دولتي اسرارو د غلا په جرم په ۱۵ كاله بند محكوم كړ.
د راپورونو له مخې، د چين په جنوب كې د هاينان محكمې دا ۷۰ كلن جاپانى وګړى، چې نوم يې نه دى ښودل شوى او د يوه څېړنيز شركت له مسوولينو څخه و، مجرم پېژندلى او د هغه ۱۰۰ زره ينه دارايي يې، چې شاوخوا ۱۶ زره او ۳۰۰ ډالره كېږي، ضبط كړې ده.

نویسنده: mayar
31 غویی 1398

ياد كس په ۲۰۱۷م ميلادي كال كې په داسې حال كې، چې د ځمك پېژندنې پر څېړنې بوخت و، ونيول شو.
د چين چارواكي وايي، د دغه كس له كمپيوټره زيات طبقه بندي شوي معلومات او شاوخوا ۸۰ نقشې ترلاسه شوې دي.
چين له ۲۰۱۵م ميلادي كال راهيسې تر دې دمه د جاسوسۍ او د دولتي اسرارو او پټو اسنادو د غلا په تور نهه جاپاني وګړي نيولي، چې تراوسه يې شپږو كسانو ته د بند سزا اورول شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA