توسط mayar -
د كورنيو چارو وزارت د كوچني اختر د ورځو د امنيت د ټينګښت لپاره د يوه پلان د جوړولو خبر وركوي او وايي، د دې پلان پر بنسټ به په ټول هېواد كې امنيتي ځواكونه د تيارسئ په حالت كې وي.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي نن يوې خبري غونډې ته وويل، امنيتي ځواكونو په ځانګړې توګه پوليسو د كابل ښار په...
توسط mayar -
د ايران جمهور رئيس حسن روحاني د امريكا د بهرنيو چارو د وزير مايك پمپيو د وروستيو څرګندونو په غبرګون كې وايي، هغه هېواد، چې د مذاكرې مېز يې پرېښى او يو تړون يې تر پښو لاندې كړى، بايد عادي حالت ته وګرځي.
پمپيو پرون وويل، واشنګټن له شرط پرته له تهران سره خبرو ته چمتو دى، خو د دې خبرو د پيل لپاره...
توسط mayar -
د سمنګان ولايتي چارواكي د دغه ولايت د مركز ايبك ښار په مربوطاتو كې د سېلابونو په ترڅ كې د دوو تنو د وژل كېدو خبر وركوي.
د سمنګان د والي وياند صديق عزيزي كليد ته وويل، د يكشنبې په مازديګر د ايبك ښار په كارته مامورين، كارته سبز او آينچه سيمو كې سېلابونه را ووتل، چې په سبب يې له ۲۰۰ زيات د...
توسط mayar -
د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له سوريې او د هغې له متحدې روسيې غوښتي، چې ژر تر ژره په ادليب ولايت كې خپل هوايي بريدونه ودروي.
ده بريتانيا ته د خپل سفر تر پيل وړاندې په ټويټر كې د يوه ويډيويي پيغام په خپرولو سره په ادليب ولايت كې د هوايي بريدونو په ترڅ كې د ملكي وګړو وژنه قصابي وبلله او له...
توسط mayar -
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د سيمې او اروپا هېوادونو ته د خپل نوي سفر په ترڅ كې پرون پاكستان ته لاړ او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له پلاوي سره يې وكتل.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې دا ليدنه د يكشنبې...
توسط mayar -
افغان ځواكونو په لغمان كې د وسله والو طالبانو دوه مهم غړي وژلي دي.
د دې ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، تېره شپه د وسله والو طالبانو دوو مهمو غړو غوښتل مركز مهترلام ښار ته د ترهګريزو فعاليتونو په هدف داخل شي او د كوچني اختر په شپو ورځو کې د خلکو ژوند ناارامه کړي، خو هدف ته تر رسېدو...
توسط mayar -
د كابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې چاودنې درې تنه ټپيان كړل.
د كورنيو چارو وزارت وايي، تېر مازديګر شاوخوا پنځه بجې او ۱۰ دقيقې په يوه موټر كې ځاى پر ځاى شوى چسپكي ماين د كابل ښار په پل سوخته سيمه كې وچاودېد، چې له كبله يې درې تنه ټپيان شول.
په همدې حال كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون اعلان كړى،...
توسط mayar -
د ننګرهار د ملي امنيت رياست ځواكونو په تېره يوه اونۍ كې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۰ تنه نيولي دي.
د دغه ولايت والي شاه محمود مياخېل وايي، دا كسان په جلال اباد ښار او مومندرې، غني خېلو او روداتو ولسواليو کې د عملياتو په مهال نيول شوي دي.
د هغه په وينا، د يادو كسانو له ډلې شپږ يې وسله وال طالبان دي،...
توسط mayar -
ټاكل شوې روانه ميلادي مياشت په اسلام اباد كې د افغان كډوالو د ستونزو د حل په هدف يوه څلور اړخيزه غونډه جوړه شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار سيد عبدالباسط انصاري وايي، دا څلور اړخيزه غونډه د افغانستان، پاکستان، ايران او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې UNHCR ترمنځ ترسره کېږي.
نوموړى زياتوي، ياده غونډه به د روانې جون مياشتې...
توسط mayar -
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، تېره ميلادي مياشت، چې روژه هم په كې وه، د افغانستان په ۲۳ ولايتونو كې په بېلابېلو پېښو كې ۵۲۹ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د وړمې مياشتې په پرتله نېږدې دوه برابره زياتوالى ښيي.
دغې ډلې نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، چې په مې مياشت كې ۱۸۹...