د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله به خپله درېيمه لوبه نن شپه د اسيايي سياليو د كوربه هېواد تايلنډ د ساحلي فوټبال له ملي لوبډلې سره ترسره كړي.
افغان لوبډلې د اسيا د اتلولۍ او د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام لوبو ته د لار موندنې په سياليو كې وړمه ورځ خپله دوهمه لوبه د فلسطين د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې ته وبايلله او د تېرې پنجشنبې په ورځ يې په خپله لومړۍ لوبه كې د ماليزيا لوبډلې ته ماتې وركړه.
كه افغان لوبډله د نن شپې لوبه وګټي،نو د دغو سياليو بل پړاو ته به لار پيدا كړي.
افغانستان له ماليزيا، فلسطين او تايلنډ سره په A ګروپ كې شامل دى.
په تايلنډ كې د ساحلي فوټبال په روانو اسيايي سياليو كې ۱۵ لوبډلې ګډون لري، چې په پاى كې به يې درې غوره لوبډلې د روان ميلادي كال د نړيوال جام لوبو ته لار ومومي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ