ads

د ننګرهار د اقتصاد رياست عوايد لوړ شوي

د ننګرهار ولايت د اقتصاد رياست چارواکي وایي، سږ کال يې عوايد د تېر کال په پرتله ۱۴ فيصده لوړ شوي دي.

نویسنده: mayar
30 سلواغه 1397
د ننګرهار د اقتصاد رياست عوايد لوړ شوي

د ننګرهار ولايت د اقتصاد رياست چارواکي وایي، سږ کال يې عوايد د تېر کال په پرتله ۱۴ فيصده لوړ شوي دي.
د دې ولايت د اقتصاد رييس غلام الله افغانيار وايي، تېر کال دې رياست ۱۶ عشاريه ۲۹ مېليارده افغانۍ عوايد درلودل، خو سږ کال يې کچه ۱۸ عشاريه ۹ مېليارده افغانيو ته پورته شوې چې ۱۴ فيصده زياتوالی ښيي.
افغانيار زياتوي، د افغان توکو له صادراتو يې هم عوايد زيات شوي دي او تېر کال يې د تورخم له لارې وچه مېوه، طبي بوټي، پوستکي او نور توکي صادر کړي دي او له دې کبله په صادراتو کې هم ۱۹ فيصده زياتوالی راغلی دی.
د افغانيار په خبره، دې رياست خپله ۷۳ فيصده پراختيايي بودجه لګولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA