ads

اويا په سلو کې لويې لارې تخريب شوې

د کليدګروپ تازه موندنې ښیي چې د اړوندو حکومتي ادارو له لوري د لويو باروړونکو موټرو بارونه نه کنټرولېږي او دوی له ټاکلي معيار څخه ۲۰ تر ۴۰ ټنه زيات بار لېږدوي چې له کبله یې ۷۰په سلو کې لویې لارې تخریب شوي دي.

نویسنده: mayar
9 مرغومی 1397
اويا په سلو کې لويې لارې تخريب شوې

د کليدګروپ تازه موندنې ښیي چې د اړوندو حکومتي ادارو له لوري د لويو باروړونکو موټرو بارونه نه کنټرولېږي او دوی له ټاکلي معيار څخه ۲۰ تر ۴۰ ټنه زيات بار لېږدوي چې له کبله یې ۷۰په سلو کې لویې لارې تخریب شوي دي. موندنې ښیي، له هر هغه موټر څخه چې له اندازې زیات بار لېږدوي، په لوړ تناژ تلو کې د هر اضافي ټن بار پر سر شاوخوا زر افغانۍ اخستل کېږي. د موټر چلوونکو او ځمکني ټرانسپورټ همغږۍ شورا مسوولینو د ادعا له مخې پر ځینو لویو لارو ان هغو موټرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي چې له ۱۰۰ټڼه زیات بار لېږدوي. د معلوماتو له مخې هر بار وړونکی موټر چې لس ټایرونه ولري، په معیاري ډول د هېواد په سړکونو تر ۱۲ټنه بار لېږدولی شي. دغه راز باید وویل شي چې د موټر ټایرونو په زیاتېدو سره د بار اندازه هم لوړيږي او قانوناً یو شمېر باروړونکي موټر تر ۵۸ټنه بار لېږدولی شي. بل خوا د بار وړونکو موټرو چلوونکي وایي، دوی د خپلو مصارفو د زیاتوالي له کبله اړ دي چې له ټاکلې اندازې زیات بار ولېږدوي. دغه موټر چلوونکي وایي، که دوی دا کار ونهکړي هغه پیسې چې له دوی څخه د لارې په اوږدو کې اخستل کیږي، نهشي پوره کولای. خو د ټولګټو وزارت مسوولین بیا وایي، په لویو لارو کې د دوی تلې کوم محصول نهلري او موټرچلوونکي اړ نهدي چې چاته پسې ورکړي.
شواهد ښيي چې په ټول هېواد کې د لوړ ټناژ ۳۲ تلې فعاله دي. له دې ډلې ۲۳ یې د ټولګټو وزارت او ۹نورې یې د مالیې وزارت اړوند تلې دي. د مالیې وزارت مسوولین وایي، له کله چې په ګمرکونو کې د یادو تلو مسوولیت مالیې وزارت ته سپارل شوی، له دې درکه یې ۸۵ملیونه افغانۍ عاید راټول کړی او د هر ډول فساد مخه یې نیولې ده. د یادونې وړ ده چې د دغو تلو مسوولیت د ۱۳۹۶لمریز کال د جدي له ۱۲مې نېټې د وزيرانو شورا د پرېکړې پر اساس له ټولګټو وزارت څخه مالیې وزارت ته ولېږدول شو.

ویجاړې لارې
د ټولګټو وزارت مسوولین وایي، ۷۰ په سلو کې لویې لارې ځکه تخریب شوي چې موټرچلوونکي له ټاکلي وزن زیات بار وړي. د وزارت ویاند مهدي روحاني وایي، کوم موټرچلوونکي چې له ټاکلې اندازې زیات بار لېږدوي، له هغو سره به قانوني چلند وشي: « «دوی په دې کار لویې لارې ویجاړوي او دا کار ملي خیانت دی.» نوموړی ګواښ کوي چې د ټولګټو وزارت مسوولین به له سرغړوونکو سره جدي چلند وکړي او څوک به پرېنهږدي چې لویې لارې تخریب کړي: « څوک چې په اول ځل د وزارت له قوانینو او اصولو سرغړونه کوي، د ۱۵ورځو لهپاره یې لایسنس اخستل کېږي، که دا کار یې بیا تکرار کړ، نه یوازې لایسنس بلکې جواز سیر هم ځنې اخستل کېږي او دوه میاشتې به له موټرچلولو راوګرځول شي.» خو د ځمکني ټرانسپورټ همغږۍ شورا مسوولین وايي چې له موټرچلوونکو څخه اخستل شوي لایسنسونه او جوازسیرونه د پیسو په بدل کې بېرته سرغړوونکو ته ورکول کېږي. د دغې شورا مشر طلا محمد اتمانزی وایي: «د موټرونو اسناد د ورځې اخستل کېږي، خو چې کله شپه شوه، پلېټونه او نور اسناد بېرته موټر چلوونکو ته ورکول کېږي او پیسې ځنې اخستل کېږي.» په ورته وخت کې د باروړونکو موټرو چلوونکي هم د سړکونو له خرابوالي شکایت لري، دوی وايي، کوم واټن چې به یې په یوه ورځ کې واهه اوس هماغه واټن په درېیو ورځو کې وهي: « سړکونه کندو کپر دي، څوک یې نه ترمیموي، له همدې کبله زموږ د موټرو عوارض هم زیات دی او ډېر تاواني کېږو.» موټرچلوونکي هم مسوولین ملامته بولي چې باروړونکو موټرو ته له ټاکلې اندازې د زیات بار لېږدولو اجازه ورکوي. د کابل-هرات لویې لارې یو موټر چلوونکی ګلمرجان وايي: «چارواکي له موټرچلوونکو رشوت او پیسې اخلي او نور په دې پسې نهګرځي چې څومره مال یې بار کړی دی، دوی په خپله د لویو لارو تخریب ته زمینه برابره کړې ده.» دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د موقتې ادارې له جوړېدو ترننه د شاوخوا ۱۰ملیارده ډالرو په ارزښت لویې لارې جوړې شوې دي.

نه کنټرول
که څه هم د ټولګټو وزارت مسوولین وایي چې د لوړ ټناژ په تلو کې له موټرچلوونکو څخه د محصول په نوم پیسې نه اخلي، خو شواهد ښيي چې موټرچلوونکي پر هر اضافي ټن له جیبه پیسې ورکوي. په ظاهره د لوړ ټناژ تلې د اضافي بارونو د کنټرول په هدف جوړې شوې دي، خو داسې کوم څرک نهلیدل کېږي چې د کوم موټر اضافي بار دې اړول شوی وي. د کابل ـ کندهار او هرات لویې لارې ډېری موټر چلوونکي همدا خبره کوي، دوی وايي چې د لویې لارې په اوږدو کې په ټناژ تلو کې پیسې ورکوي او خپل بار لېږدوي. د دغې لارې موټرچلوونکی ګلمرجان وايي: « موږ له بدې ورځې موټر اضافه باروو، څو له دې لارې خپل اضافي لګښتونه پوره کړو، حکومت نه یوازې د لوړ ټناژ په تلو کې په هر اضافي ټن له موږ څخه پیسې اخلي، بلکې په لاره کې نور پاټکونه هم له موږ څخه پیسې شکوي. » د همدغې لارې یو بل موټر چلوونکی هم ورته شکایت لري، نوموړی وايي:«له موږ پیسې اخستل کیږي، مجبور یو چې زیات مال بار کړو، موږ که کم مال هم بار کړو، دوی پیسې را څخه غواړي که دا کار ونهکړو مصارف مو نه پوره کیږي.» په ورته وخت کې د ځمکني ټرانسپورټ همغږۍ شورا مسوولین هم د موټرچلوونکو ادعاوې تاييدوي او له حکومت غواړي چې د ستونزې اواري لهپاره ګامونه پورته کړي. طلامحمد اتمانزی وايي: « حکومت دې زموږ غږ واوري، موږ دې نه مجبوروي چې سړکونو ته راووځو او مظاهرې وکړو.»
د دولتي سرچینو معلومات ښيي چې دا مهال د ټول هېواد په کچه د لوړ ټناژ ۳۲ تلې فعاله دي چې له دغې ډلې ۲۳تلې د ټولګټو وزارت او پاتې ۹نورې یې د مالیې وزارت اړوند ګڼل کېږي. د مالیې وزارت چارواکي وايي چې د یادو ۹ تلو مسوولیت د ۱۳۹۶لمریز کال د جدي په ۱۲مه د وزیرانو شورا په وړاندیز له ټولګټو وزارت څخه دوی ته لېږدول شوی دی. د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي په دې اړه وایي: « له کله راهیسې چې د دغو تلو مسوولیت مالیې وزارت پر غاړه اخستی، له دې درکه ۸۵ملیونه افغانۍ عاید ترلاسه شوی دی. »
که څه هم موټرچلوونکي او د ځمکني ټرانسپورټ همغږۍ شورا مسوولین شکایت لري چې د مالیې وزارت په اړوندو تلو کې هم درغلي کیږي، خو د مالیې وزارت مسوولین بیا د دوی دغه ادعاوې ردوي او وایي، د ګمرکاتو په دې برخه کې هېڅ فساد نشته او پروسې رڼې دي. د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي زیاتوي: «په ګمرکونو کې د فساد مخنیوي په پار د مالیې وزارت سیار ټيمونه ګرځي راګرځي او د دې څارنه کوي چې موټرچلوونکي له ټاکلي معیار زیات مال بار نهکړي.» د مسجدي په خبره، دوی د اصلاحاتو او له فساد څخه د مخنیوي په پار په نږدې راتلونکې کې په ګمرکونو کې ډیجیټلي تلې نصبوي: « په دې سره به د فساد کچه نوره هم راوغورځېږي، ځکه کوم موټر چې افغانستان ته دننه کېږي، وزن به یې په اتومات ډول ثبت شي او معلومات به یې په کمپیوټر کې د موندلو وړ وي.» بل خوا د ټولګټو وزارت مسوولین وایي چې دوی له سوداګرو سره د مرستې په هدف کابو یو کال خپلې ټولې تلې تړلې وې، څو باروړونکي موټر له محصول معاف شي، خو دا چاره د ستونزو د زیاتېدو سبب شوه. د دغه وزارت ویاند مهدي روحاني وایي: «کله چې موږ ولیدل له دې کار سره لویې لارې او سړکونه زیات خرابیږي او موټر چلوونکي تر ټاکلې اندازې زیات بارونه لېږدوي، موږ مجبور شوو چې د ټناژ تلې بېرته فعاله کړو.»
مسوولین که څه هم دا نه ردوي چې په یادو تلو کې فساد شته، خو وایي، که موټرچلوونکي له اندازې زیات بار ونهلېږدوي، فساد او د رشوتاخستلو لاره بندېږي. مهدي روحاني زياتوي: «فساد ته خپله موټر چلوونکي لاره اواروي.» خو موټر چلوونکي بیا وایي، که موټر په معیاري اندازې هم بار کړي، له دوی پیسې غوښتل کېږي: «زموږ مال که د معیار مطابق هم وي پیسې راځنې اخستل کیږي، موټر چلوونکي په لوی لاس مجبوریږي چې زیات بار ولېږدوي.»
د ټولګټو وزارت مسوولین وايي، له هغو موټرچلوونکو چې د دوی په ټناژ تلو کې د پیسو غوښتنه کېږي، کولای شي له یاد وزارت سره خپل شکایتونه ثبت کړي: «د دوی هویت به پټ وساتل شي، تقدیر به شي او هغه کسان چې پیسې اخلي، د قانون منګولو ته به وسپارل شي.» روحاني همداراز له موټر چلوونکو غواړي چې د دغه وزارت په اړوند تلو کې چا ته پیسې ورنهکړي او که څوک ترې د پیسو غوښتنه کوي، دوی ته دې خبر ورکړي.
احمدشاه د کابل – هرات پر لویه لار موټر چلوي. نوموړی چې ځای ځای د پیسو له اخستلو پوزې ته راغلی، وايي چې څو ځایه پیسې ورکوي: « اصلاً د شکایت لهپاره څوک نشته، له موږ څخه د کابل- هرات د لویې لارې په اوږدو کې درې ځایه پیسې اخستل کیږي، یو ځای په هرات کې دی او دوه ځایه په کندهار ولایت کې دي.» د ځمکني ټرانسپورټ همغږۍ شورا مسوولین هم وایي چې ټولګټو وزارت په لوی لاس فساد ته لار اواره کړې ده. د دغې شورا مشر طلا محمد اتمانزی وایي: «که د ټولګټو وزارت مامورین درنو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورنهکړي، یو موټرچلوونکی هم د دوی له چکپاینټونو نهشي تېرېدلی.» خو د ټولګټو وزارت ویاند مهدي روحاني بیا وایي، که په دې اړه څوک کوم شکایت لري؛ مهرباني دې وکړي او خپل اسناد دې وزارت ته تسلیم کړي: «موږ د هېواد په هېڅ برخه کې له باروړونکو موټرو پیسې نه اخلو او د ټولو باروړونکو موټرو له چلوونکو هيله کوو چې زموږ د وزارت په نوم دې چاته پیسې نهورکوي.» خو د ځمکني ټرانسپورټ همغږۍ شورا مشر وایي چې له ډېری باروړونکو موټرو څخه له پنځو تر ۱۰زره افغانۍ پورې اخستل کېږي:«دوی په خوله وایي چې فساد نشته او ردوي یې، خو حقیقت بل څه دی تاسو ګمرکونو او هغو ځایونو ته سر ورښکاره کړئ چې هلته تلې موجودې دي، تاسو به دا هر څه په خپلو سترګو ووینئ.» بل خوا د ټولګټو وزارت مسوولین د ټرافیکو لوی ریاست ته ګوته نیسي چې ولې ډبل سایز موټرو ته د تګ راتګ جوازونه ورکوي؟ موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د ټرافیکو ریاست نظر هم واخلو، خو له ژمنې سره سره، څوک مرکې ته حاضر نهشول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA