ads

امين: د كانكور ازموينې نوې طرحه ټوليزه او ملي ده

د لوړو زده كړو وزارت د ولايتونو د نفوس له مخې د كانكور ازموينې د سهم بندۍ په اړه اوازې رد كړې.
د دغه وزارت وياند فيصل امين نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، د نوې طرحې پر بنسټ پوهنتونونو ته ۷۵ فيصده ځوانان د كانكور د عمومي ازموينې له لارې او ۲۵ فيصده نور د لږو پرمختللو ولايتونو له منځه جذبېږي.

نویسنده: mayar
17 لیندۍ 1397

نوموړي د دې طرحې پر ټوليزتوب او ملي والي د ټينګار ترڅنګ زياته كړه، د كانكور ازموينې نوې طرحه د متوازن پرمختګ او لږو پرمختللو ولايتونو ته د متخصصو كدرونو د معرفي كولو په هدف چمتو شوې ده.
بلخوا د پوهنې وزارت ويانده نوريه نزهت وايي، مخكې د كانكور ازموينې له لارې ډېرى د هغو ولايتونو ځوانان پوهنتونونو ته جذب شوي، چې د زده كړې غوره امكانات لري.
هغې په ياده خبري غونډه كې وويل، د كانكور ازموينې نوې طرحه پوهنتونونو ته د هغو ولايتونو د زده كوونكو د جذبولو لپاره د زمينې برابرولو په هدف جوړه شوې، چې لږ پرمختګ لري.
دا په داسې حال كې ده، چې هر كال د دولسم ټولګي لسګونه زره فارغان د كانكور په ازموينه كې ګډون كوي، خو ډېرى يې د خپلې خوښې پوهنځيو ته نه بريالي كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA