ads

جمهور رييس غني سينګاپوري سوداګر پانګونې ته وهڅول

جمهور رييس محمد اشرف غني پرون په سينګاپور کې د مخابراتو، روغتيا، د برېښنا د توليد، لوژستيک، بانکدارۍ او کرنې د برخو سوداګرو سره په کتنه کې د سوداګرۍ د ودې او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

نویسنده: sarwan
19 وری 1396

هغه وويل، د افغانستان د جګړې او فرصتونو له دوه تصويرونو څخه يوازې د جګړې تصوير نورو ته ښودل شوى، خو دوى به کوښښ وکړي، چې د نړيوالو پام د جګړې پر ځاى د افغانستان فرصتونو ته راواړوي .
جمهور رييس غني زياته كړه، افغان حکومت به ملي او بهرنيو سوداګرو ته داسې اسانتياوې رامنځته کړي، چې له كبله يې د افغانستان او سيمې سوداګري وده وکړي.
د نوموړي په خبره، د داخلي پيداوار زياتوالى او له واردوونکي څخه په صادروونکي هېواد د افغانستان بدلول د ملي يووالي حکومت له مهمو لومړيتوبونو څخه دي.
د هېواد جمهور رييس په دې برخه کې د سوداګرو، پانګه والو او خصوصي سکټور ونډه مهمه وبلله.
بل خوا يادو سوداګرو وويل، چې په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې له شته فرصتونو څخه د ګټې اخيستنې په هدف به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د برخې مسوولينو سره د اړيکو او بحثونو له لارې د سوداګرۍ او پانګونې پر عملي لارو چارو وغږېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA