توسط sarwan -
د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا لس بجې د مرکز ګردېز ښار اړوند د دوهمې امنيتي حوزې مخې ته چاودنې دوه تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پکتيا د امنيه قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم کليد ته وويل، پېښه په موټر پورې د نښلول شوي ماين له كبله رامنځته شوې، چې د موټر چلوونکى په کې وژل شوى او يو ملکي وګړى...
توسط sarwan -
جمهوررئيس محمداشرف غني وايي، ۱۳۹۷ کال بايد په هېواد کې د سراسري حاکميت لپاره د عمل د ابتکار کال وي او هغه ولسوالۍ چې د دښمن په دوامداره مرکز بدلې شوي، بايد هدف وګرځول شي او دښمن ته د تلپاتې پايګاه جوړولو فرصت برابر نه شي.
دا څرګندونې جمهور رييس پرون د ځانګړو عملياتو قول اردو او د ياد بنسټ د فعاليتونو د څرنګوالي...
توسط sarwan -
د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د ۵۹ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې امنيتي ځواكونو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ګډو عملياتو په مهال ۴۸ وسله وال مخالفين وژلي، ۱۱ تنه يې ټپيان كړي او درې تنه يې نيولي دي.
سرچينې زياته كړې، چې دا عمليات په ننګرهار، غزني،...
توسط sarwan -
د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله درېيمه لوبه ايرلنډ ته وبايلله.
د دې لوبې پچه، چې د افغانستان په وخت نن سهار وخته په نيوزيلنډ كې پيل شوې وه، افغان لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه.
د ايرلنډ لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د اتو لوبغاړو په سوځېدو...
توسط sarwan -
پاكستاني چارواكو اعلان وكړ، چې افغان طالبانو د افغانستان له دولت سره د سولې خبرو د بيا پيلولو په اړه له كومې ژمنې پرته اسلام اباد ته خپل سفر پاى ته ورساوه.
د پاكستان دوو استخباراتي چارواكو ويلي، په قطر كې د طالبانو د دفتر د رئيس صلاح الدين دلارو په ګډون درې كسيز طالب پلاوي له اسلام اباده د ليدنې په مهال له...
توسط sarwan -
د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو له يو سيمه ييز پوليس څخه سر پرې کړى دى.
د لوګر د والي وياند سليم صالح وايي، دا پېښه تېره شپه د مرکز اړوند د کتب خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي، طالبانو دغه پوليس په چل او فريب له پوستې غوښتى او بيا يې سر ترې پرې کړى دى.
ده وويل...
توسط sarwan -
ولسي جرګې نن د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بوديجه تصويب کړه.
د ماليې وزير اکليل حکيمي د بوديجې له تصويبه وړاندې ولسي جرګې ته وويل، چې دا بوديجه نړيوالو معيارونو ته په کتو برابره شوې او که تصويب شي نو د نړيوالو مرستو په جلب کې به ډېره مرسته وکړي.
له دې وړاندې د يادې جرګې له لوري د ۱۳۹۷ مالي کال بوديجه د ولايتونو...
توسط sarwan -
د افغانستان د كركټ د ۱۹ كلنو ځوانانو ملي لوبډلې د نړيوال جام په دويمه لوبه كې سرېلانکا ته هم ماتې وركړه.
دا پنځوس اوريزه لوبه د افغانستان په وخت تېره شپه په نيوزيلنډ كې پيل شوه او نن سهار لس بجې پاى ته ورسېده.
لومړۍ توپوهنه افغان ۱۹ کلنو وکړه او سرېلانکا لوبډلې ته د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۵ منډې هدف وټاکه، چې...
توسط sarwan -
د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د پولیو د تازه پېښې د ثبت خبر ورکوي.
د دې ولايت د عامې روغتیا ريیس عبدالقیوم پخلا نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته وویل، چې د پولیو دغه پېښه مخکې ثبت شوې خو اوس دوی خبر تر لاسه کړی چې یاده پېښه مثبته ده.
د پخلا په...
توسط sarwan -
د هرات سیمه ييز چارواکي وایي، د دې ولایت د معارف رياست د سواد اموزۍ امر د فساد په تور ونیول شو.
د دې ولايت د والي ویاند جېلاني فرهاد کلید ته وویل، چې ياد امر تېره ورځ د امنیتي ځواکونو له لوري د نړیوالو سازمانونو د بوديجې د اختلاس په تور نیول شوی دی.
د فرهاد په وینا، څه موده مخکې د نیول شوي...