د کاپيسا په دويم كوهستان ولسوالۍ كې د دې ولايت د پوهنې رياست يو کارکوونکى له چاودېدونكو توكو سره نيول شوى دى.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، چې د دې قوماندانۍ د استخباراتي هڅو په پايله كې د پوهنې رياست د كار كوونكي حميدالله په كور كې دوه هاوان مرمۍ او يو حلقه ماين له ريموټ كنټرول سره نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، دا مرمۍ او ماين د دويم كوهستان ولسوالۍ پر ودانۍ د بريدونو لپاره ساتل شوي وو.
يوسفزي زياته كړه، چې د پوهنې رياست له نيول شوي كار كوونكي څخه څېړنې روانې دي.
د يادونې وړ ده، چې سږ كال د کاپيسا د دويم كوهستان د دارالمعلمين د ودانۍ دروازه كې چاودنې يو شمېر ښځينه زده کونکو ته مرګ ژوبله اړولې وه.