ads

د کورونا په اړه په عامه پوهاوي کې د منبر رول

په کندهار کې دیني عالمان وايي، کورونا یوه وژونکې ناروغي ده چې لا یې هم ګواښ شته او خلکو ته په کار ده چې د روغتیايي کارکوونکو سپارښتنې عملي کړي.

تاج محمد ساحل
5 زمری 1401
د کورونا په اړه په عامه پوهاوي کې د منبر رول

پر کورونا ناروغۍ اخته ناروغان د ناروغۍ پر مهال د تبې او سختې سردردۍ تر څنګ د سالنډۍ له ستونزو سره هم مخ کېږي.
د کویډ۱۹ تر ټولو عامې نښې سخته تبه، ستړیا او وچ ټوخی دی. ځینې ناروغان کېدای شي سر درد، ځان درد، پرنجی او د ستوني درد هم ولري.
ویل کېږي چې په طب کې تشخیص تر درملنې غوره دی. همداسې په کورونا ناروغۍ کې هم ځان ساتنه تر هر څه مهمه بلل شوې او په ټولو هېوادونو کې يې مثبته پایله ورکړې.
دیني عالمان وايي، کورونا یو ګواښوونکی وېرس دی چې په ډېره لږه موده کې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې خپور شو.
هغوی د منبر له لارې خلکو ته د عامه پوهاوي پر ورکړې او روغتیایي لارښوونو ټینګار کوي، چې له اړتيا پرته د ګڼې ګوڼې ځايونو ته ورنه شي او هم پاکوالي ته پام وکړي.


کلید ګروپ په فیسبوک کې وګورئ


دیني عالمان له خلکو غواړي چې د روغتیايي کارکوونکو سپارښتني په جدي ډول وڅاري، څو له دغې وژونکې ناروغۍ څخه وساتل شي.
د کندهار د حج اوقافو ریاست غړی مولوي فیض الحق وايي، الله سبحانه وتعالی چې کومې ناروغۍ پیدا کړې، د هغه لپاره يې درملنه هم پیدا کړې، چې په دې اړه په «قران کریم» کې پوره وضاحت شته.
دی له ورته ناروغیو څخه د خلکو په ساتنه کې تر ټولو ستر مسوولیت د دیني عالمانو یادوي.
مولوي فیض الحق وايي، که دیني عالمان د خلکو د عامه پوهاوي دنده په ښه توګه سرته ونه رسوي، نو د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې به مسوول وي.
نوموړی زیاتوي چې عالمان باید د منبر، رسنیو او خبري پروګرامونو له لارې خلکو ته په دې اړه عامه پوهاوی ورکړي او خپل مسوولیت سم ادا کړي.
«موږ الحمدالله تر خپل وسه خلکو ته د ممبر، رسنۍ او غټو محفلونو له لارې عامه پوهاوی رسولی، ځکه دا زموږ دنده ده. که يې تر سره نه کړو، د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې به مسوول وو.»
په کندهار کې د ميرویس نيکه پوهنتون د اسلامي ثقافت استاد عبدالواسع حسین وايي، ټولو هغو محصلینو ته چې دی ورباندې درسي ساعتونه لري، د کورونا اړوند عامه پوهاوی ورکړی.
د حسین په خبره، د دیني عالمانو ترڅنګ د څېړونکو مسوولیت هم دی چې د کورونا د زیانونو په اړه بېلابېلې مقالې او کتابونه ولیکي، څو خلک مطالعه او عامه پوهاوی ترلاسه کړي.
«تحقیق او څېړنه خلکو ته باوري وي او خلک ورباندې ژر باور کوي. په دې برخه کې د معلوماتو په راټولولو کې ډېر زحمت ایستل کېږي.»
بلخوا، مدني فعال اغاولي باراني وايي، د افغانستان غوندې په یوه مذهبي ټولنه چې پر خلکو تر بل هر چا د مذهبي مشر لارښوونې اغېز کوي، د کورونا په اړه هم لارښوونې مثبت تاثیر لري.


ډېر یې ولولئ:


د ده په وینا، دینې عالمان تر بل هر چا په دې برخه کې ډېر رول لري چې خلکو ته د واکسین او له کورونا څخه د مخنیوي په هدف لازمې لارښوونې وکړي.
بل مدني فعال عبدالقادر تکین وايي، د اسلام په تاریخ کې چې کله پر مسلمانانو بېلابېلې ناروغۍ راغلې، نو دیني عالمانو او حتا د اسلام ستر پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی او له داسې ناروغیو څخه یې د خلکو د ژغورلو لپاره لارښوونې کړې دي.
د تکین په خبره، اوس چې کورونا د خلکو ژوند ګواښي، نو د دیني عالمانو لویه دنده دا ده چې خلک له هغه څه څخه وژغوري چې بشر ته زیان رسوي.
«عالمانو ته د ټولني سترګي دي او تل يې د دغسي وباوو په وخت کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی. حتا د اسلام په تاریخ کې چې کومې ناروغۍ پر مسلمانانو راغلې، صحابه کرامو او خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته لازمې لارښوونې کړې.»
د کندهار اوسېدونکي وايي، د کورونا په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې د دیني عالمانو رول خورا اړین دی، ځکه خلک تر بل هر څه د دیني عالمانو خبرې مني او درناوی ورته لري.
دوي وايي، سره له دې چې د ناروغیو پر مهال خلکو ته د لارښوونې په برخه کې د دیني عالمانو رول خورا زیات او مهم دی، خو د کورونا په اړه د دیني عالمانو د پوهاوي کچه پیکه ده.
هغوی وايي، په دې برخه کې مسوولیت د حج او قافو او عالمانو شورا دی چې دیني عالمان په دې مکلف کړي، څو په مسجدونو کې خلک د کورونا له ناروغۍ څخه د خلاصون په لارو چارو پوه کړي.
«د دیني عالمانو خبره هر څوک مني، ځکه هغوی مذهبي مشران دي او دا يې مسوولیت دی، چې خلکو ته د خلاصون لارې وښيي، خو ما ډېر کم ملایان لیدلي چې د کورونا زیانونو په اړه ږغېدلي دي.»
بلخوا د حج اوقافو ریاست وايي، دیني عالمانو ته يې د کورونا په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړي کړي، څو هغوی هم خلکو ته له دې ناروغۍ څخه د خلاصون لاري چاري وښيي.
د حج اوقافو ریاست د ارشاد او دعوت امر محمد عابد وايي، دیني عالمان يې ملکف کړي چې د عامه پوهاوي اړوند خپل مسوولیت په ښه ډول سره سرته ورسوي.
«موږ هره اوونۍ په حج اوقافو ریاست کې له دیني عالمانو سره مجلس لرو، موږ دیني عالمانو ته په دې اړه پوهاوی ورکړی چې خلکو ته باید د ممبر له لارې د کورونا د زیانونو په اړه خبرې وکړو.»
روغتیا پالان هم په دې نظر دي چي د کورونا په اړه عامه پوهاوی دیني عالمان ښه رول ترسره کولی شي.
د افغان جاپان د کورونا روغتون سرطبیب ډاکټر طارق احمد اکبري وايي، دیني عالمان باید ممبر له لاري خلک د کورونا د واکسین تطبیق او لګولو ته خلګ را وبولي.
«موږ په هغه ټولنه کې ژوند کوو چې خلک مو دیني عالمانو او مسجدونو ته ډېر احترام لري، نو دیني عالمان باید د مسجدونو ممبرونو له لارې خلګ دې ته تشویق کړي چې د کورونا واکسین ولګوي.»
د یادونې وړ ده چي په افغانستان کې تر دا مهاله په کورونا تر۱۸۲زره ډېر کسان اخته شوي چې له دې ډلې څه باندې اووه‌نیم زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.





کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA