د دوی د معلوماتو له مخې یو بالون اکسیجن په ازاد بازار کې اوس مهال په ۴۰۰افغانیو پلورل کېږي او هر شدید ناروغ په شپه او ورځ کې درې بالونه اکسیجن ته اړتیا لري.
همدا راز ناروغان شکایت لري چې ځای ځای د کرونا تشخیصیه کیټونه هم لږ دي او په خصوصي تشخیصیه مراکزو کې د هرې معاینې بیه له ۳۰۰۰ افغانیو اوړي.
عبدالاحد چې د کابل په یوه څنډه کې د چپس او برګرو یو کوچنی دوکان لري، وايي چې د کاروبار ټوله ګټه یې د مور لهپاره د اکسیجونو په پېرلو مصرفېږي او د خرچې لهپاره ورسره هېڅ نهپاتېږي.
د عبدالاحد مور له کابو څلورو اوونیو راهیسې په کورونا اخته شوې او هره ورځ درېیو بالونو اکسیجنو ته اړتیا لري.
نوموړی زیاتوي چې د ورځې درې تر څلورسوه افغانۍ کار کوي، خو د یوه بالون اکسیجنو بیه څلور سوه افغانۍ ده.
« اخر به څه کوم؟ تاسې خو زما کار ګورئ چې څه کوم؟ د کور لګښتونه هم راپسې دي او دا دی اوس مې په کور کې ناروغ هم راپیدا شو. بس د خدای اسرې ته ناست یو.»
شیرین اغا عزیزي د کابل ښار بل اوسېدونکی دی. نوموړی وايي چې تېر کال په کورونا اخته شو او افغان جاپان روغتون ته یې مراجعه وکړه، خو په خبره یې نه یې هلته چا ټسټ وکړ او نه د اکسیجنو اسانتیا وه.
«راته یې وویل چې کیټ نشته او شخصي شفاخانې ته لاړ شه. بیا نو شخصي لابراتوار کې مې معاینات وکړل او ۳۵۰۰افغانۍ یې رانه واخیستې. بل افغان- جاپان شفاخانه کې مریضانو ته اکسیجن هم نهوو، پایوازانو خپله له بازاره اکسیجن او ډبې راوړې وې. ما پوښتنه وکړه چې شفاخانه اکسیجن نهورکوي، یوه یایواز راته وویل چې شفاخانه کې اکسیجن کم دي او ټولو مریضانو نه رسېږي.»
دمګړۍ په کابل کې په کورونا د اخته ناروغانو درملنه یوازې په افغان- جاپان روغتون کې کېږي، خو دلته بیا په ظاهره ناروغان د اکسیجن او کیټونو د کمښت له ستونزې سره چندان مخ نهښکاري او وايي چې دا ستونزه تر یوه بریده حل شوې ده.
۷۵کلنه نجیبه څو اوونۍ کېږي چې په دغه روغتون کې بستر ده. نوموړې په یوه شپه او ورځ کې درې بالونه اکسیجنو ته اړتیا لري. هغې کلید ته وویل:
«چې کوم وخت د اکسیجن اړتیا راپېښه شي، هغه وخت بیا اکسیجن راته ولګوي. ډاکټران پر وخت راځي او پوښتنه مې کوي. له ټولو هېوادوالو غواړم چې له کورونا ویروس سره پام وکړي.»
د افغان-جاپان روغتون په یوه بله بسترخونه کې له بدخشانه راغلې ۷۰کلنه لاجورد هم بستر ده.
نوموړې وایي له تېرو ۲۵ورځو راهیسې په دغه روغتون کې بستر ده، خو اکسیجن ورته په وخت رسېږي.
«که رښتیا ووایم، په پیل کې ډېره ډارېدمه، ځکه خلکو به خبرې کولې چې څوک په کورونا اخته شي، نو حتماُ مري یا د اکسیجن کمښت سره مخ کېږي، خو شکر زه تراوسه له دې ستونزې سره نه یم مخ شوې. په نورو مسایلو او ستونزو خو زه نه پوهېږم.»
په افغان-جاپان روغتون کې یوې رسمي سرچینې بیا د نوم نهښودلو په شرط دا ومنله چې وخت ناوخت په روغتون کې د اکسیجنو او نورو طبي توکو کمی احساسېږي، خو د دوی د بیا بیا غوښتنو با وجود دا ستونزه چورلټ نهده اواره شوې.
د افغان-جاپان روغتون مشر ډاکټرزلمی رښتین بیا د اکسیجنو او کیټونو د کمښت په رابطه ټولې ادعاوې ردوي.
نوموړی وايي، له دې سره سره چې په وروستیو څو اوونیزو کې د کورونا پېښې زیاتې شوې، خو دوی لا هم د کیټونو او اکسیجنو له کمښت سره نهدي مخ شوي.
رښتین وايي چې دمګړۍ دوی په روغتون کې د اکسیجنو ۱۶۰۰ بالونونه لري، خو که اړتیا شوه ۷۰۰ نورو بالونونه هم د ریزرف په توګه کارولی شي.
«موږ په تېرو کلونو کې رښتیا هم له ګڼو ستونزوسره مخ وو، خو اوسمهال څه ستونزه نهشته. په کافي اندازه اکسیجن لرو. که اړتیا شوه، موږ خپله هم د اکسیجن پلانټ لرو.»
د ساري ناروغیو متخصصین په سخت حالت کې په کورونا اخته ناروغانو ته د اکسیجن ورکړه جدي اړتیا بولي. د دوی په خبره د شدیدې اړتیا پرمهال که چېرې ناروغانو ته اکسیجن ورنهکړل شي، ښايي ومري.
ډاکټر ننګیالی فاروقي وایي:
«اکسیجن په ډېریو ناروغیو کې ورکول کېږي، خو په دې وروستیو کې د کورونا ویروس ناروغانو ته ډېر ضرور دي، ځکه که ورنه کړل شي، ښایې ومري.»
په کابل کې اوسمهال نه یوازې دولتي روغتونونه، بلکې یو شمېر شخصي شرکتونه هم شته چې په کورونا اخته ناروغانو ته د پیسو په بدل کې اکسیجن ورکوي.
احمدولي مرادي چې په کابل کې د اکسیجنو تولید یو شخصي شرکت لري، کلید ته وویل چې پخوا له سلو تر ۳۰۰کسانو به هره ورځ د اکسیجنو غوښتنه کوله، خو اوس ایله لس فیصده یې د اکسیجنو پېرلو لهپاره مراجعه کوي.
د مرادي په خبره، د کورونا ویروس کمی او د خلکو اقتصادي ستونزې د دې سبب شوې چې د پېرېدونکو شمېر کم کړي.
«د ډېریو خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی، دوی نهشي کولای چې ځان ته ډوډۍ واخلي. هغه یو شمېر خلک هم چې راځي، له ډېرو اقتصادي ستونزو کړیږي. ډېری خلکو ته د خدای په رضا د اکسیجن بالونونه ورکوم، ځکه دوی یې وس نهلري چې خپل ناروغ ته اکسیجن واخلي. د یو بالون اکسیجن قیمت اوسمهال له ۳۰۰ تر ۴۰۰ افغانیو پورې دی.»
په افغانستان کې د کورونا ویروس له خپرېدو سره جوخت د کیټونو د کمښت په اړه هم اندېښنې شته.
که څه هم د عامې روغتیا وزارت او د افغان-جاپان روغتون اړوند مسوولین اوس مهال دغه ستونزه نه مني، خو د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وایي چې د اسلامي امارت راتګ په اوایلو کې د کیټونو کمښت ستونزې وې.
هژیر زیاتوي چې دمګړۍ د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ ورسره د ۱۲۰ زره کیټونو مرسته شوې چې کافي برېښي.
«د اسلامي امارت د راتګ پرمهال فکر کوم موږ ۴۰زره کیټونه لرل چې هغه مهال د کورونا ویروس درېیمه څپه هم روانه وه. هغه وخت ستونزې ډېرې وې، خو وروسته بیا د روغتیا نړیوال سازمان له خوا په دې برخه کې مرسته وشوه او دغه ستونزه هم ورسره اواره شوه.»
په افغانستان کې د کورونا د څو څپو له دوام سره هممهاله د اکسیجن او کیټونو د کمښت اندیښنې ځکه د پام وړ دي چې په تېرو کورونایي څپو کې ډېری ناروغانو د اکسیجن کمښت له کبله ژوند وبایله.
ډېر یې ولولئ:
- کورونا په هلمند کې ماتې خوړلې
- ښه خبر؛ په افغانستان کې کرونا واکسین
- د کرونا دویمه څپه او بېپروايي
- د کورونا په اړه بحثونه او خبرې اترې
- روغتیا وزارت: د کرونا ویروس مثبتې پېښې بیا ځل د لوړېدو په حال کې دي
دغه راز د کیټونو کمښت ستونزه هم د روغتونونو پر وړاندې یوه لویه ننګونه وه چې ډېری وخت یې نهشو کولای په کورونا اخته ناروغان تشخیص کړي.
که څه هم د عامې روغتیا وزارت وایي، اوسمهال دوی د اکسیجن او کیټونو د کمښت له ستونزې سره نه دي مخ شوي، خو وخت به ثابته کړي چې په دغه برخه کې ستونزې تر کومې کچې اوارې شوې دي.
په افغنستان کې د کرونا له پیل نه بیا تراوسه پورې له ۱۸۰ زرو څخه زیاتې پېښي ثبت شوي چې له دې ډلې ۱۶۰زره کسان ترې رغیدلي او شاوخوا۷۶۰۰ نور ترې مړه شوي دي.