ads

په ننګرهار کې د کورونا په اړه عامه پوهاوی ډېر کم و

د ننګرهار ولایت د کورونا ناروغانو له‌پاره د ځانګړي شوي روغتون ښځينه روغتیاپالانې وايي چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې د عامه پوهاوي د نشتوالي له کبله پر کورونا د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی دی.

جان اغا صالح
24 چنګاښ 1401
په ننګرهار کې د کورونا په اړه عامه پوهاوی ډېر کم و

ډاکټره خاتون له کلید سره په خبرو کې وايي چې د عامه پوهاوۍ لړۍ یوازې په ښار پورې محدوده پاتې شوې او همدا وجه ده چې په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې په کورونا د اخته ناروغانو په شمېر کې زیاتوالی تر سترګو کېږي.
نوموړې دغه راز وايي چې د دغه ناروغانوو ډېری یې ښځې دي چې د طبي سپارښتنو او د وقایې لارو چارو په اړه لازم معلومات او پوهاوی نه‌لري.
ډاکتر خاتون زیاتوي:
«ننګرهار کې د کورونا ناروغۍ پېښې زیاتې شوي، زیاتره ناروغان چې دې مرکز ته راوړل کیږي ډېری یې ښځنیه دې ځکه دوی ته څه ډول چې لازمه ده عامه پوهاوی نه‌دی ورکړل شوی؛ نو لازمه ده چې ټولو خلکو ته او په خاص ډول مېرمنو ته عامه پوهاوی ورکړل شي او دا لړۍ دې نوره هم چټکه شي، ترڅو د کرونا ناروغۍ مخنیوی وشي.»
خو بل لورته د ننګرهار عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې د کورونا په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو مثبته پایله ورکړې او په نتیجه کې یې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر کم شوی دی.
د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب‌الله رحیمي کلید ته وویل چې د تېرو څو میاشتو په پرتله په ننګرهارکې د کورونا ناروغۍ مثبتې پېښې کمې شوي او عمده علت یې په لویه کچه خلکو ته د عامه پوهاوي ورکړه ده.


کلید ګروپ په فیسبوک کې وګورئ


رحیمي زیاتوي چې دمګړۍ د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د ۱۴روغتیایي ټیمونو له لوري د عامه پوهاوي لړۍ دوام لري او په خبره یې په روغتیايي مرکزونو کې ښځینه روغتیاپالانې، ښځینه‌وو ته او نارینه ډاکتران، نارینه وو ته د کورونا ناروغۍ او د واکسین ګټو په اړه پوهاوی ورکوي.
رحیمي زیاته کړه:«ښځینه ډاکترانو له لوري ښځینه وو او د نارینه ډاکترانو له لوري نارینه وو ته د کورونا په اړه عامه پوهاوی ورکوي او د دې ترڅنګ څوارلس د عامه پوهاوي ټیمونه په ښار او ولسوالیو کې د کورونا په اړه د عامه پوهاوي چارې پرمخ بیایي او تمه لرو چې دا لړۍ به لا چټکه شي.»
د رحیمي په خبره په نېږدې راتلونکي کې به د ننګرهار په مرکز او ټولو ولسوالیو کې په لویه کچه د کورونا واکسینو تطبیق او همدا شان د عامه پوهاوي بله لړۍ هم پيل کړي.
رحیمي زیاته کړه:«له لوی اختر وروسته په ننګرهار کې د عامه پوهاوي لړۍ او همدارنګه د واکسینو د تطبیق لړۍ پيل شي او په دې سره به هغه شته ستونزې چې د کورونا په برخه کې موجود دې هم له منځه لاړ شي او همدارنګه هغه خلک چې له واکسینو پاتې دي واکسین او هم به ټولو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.»
عام وګړي هم د کورونا په اړه عامه پوهاوی مهم بولي او وایي، تر هغې وروسته چې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی، اوس یې ډېری په خپل ژوند کې عملي کوي.
د ننګرهار دوه اوسېدونکي تاج محمد تمکین او صدیق‌الله وطن دوست د کورونا ناروغۍ څخه د ځان ساتنې په برخه کې د عامه پوهاوي پر زیاتوالي ټینګار کوي.
دوی وایي، که دا لړۍ لرې پرتو ولسوالیو ته وغځول شي، نو د کورونا ناروغانو کچه به صفر ته را ټيټه شي.
تمکین زیاته کړه:
«کرونا چې ډېره سخته ناروغي ده او زیاتره خلک پرې اخته کیږي، خو له کله راهیسې چې د رسنیو له لارې او همدارنګه د مسجدونو له لارې خلکو ته د کورونا په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی، نو اوس زیاتره خلک هغه روغتیایي لارښوونې تر ډېره عملي کوي او همدارنګه داسې عادي خلک مې هم لیدلي چې نورو ته یې د کورونا په اړه خبرې کړي او هغه یې پوهولي دی.»


ډېر یې ولولئ:


وطن دوست زیاتوي:
«په لومړیو کې ډېر خلک نه پوهېدل چې کورونا څه ډول ناروغي ده او څه ډول ترې ځان ساتلی شي، خو همدا د عامه پوهاوي برکت و چې خلک اوس پوهیږي څه ډول له کورونا ځان وژغوري او همدارنګه اوس هر څوک په ورځني ژوند کې ماسک کاروي او همدارنګه خپل لاسونه په صابون وینځي، نو غوښتنه کوو چې د عامه پوهاوي لړۍ دې له ښار سربیره ولسوالیوته چټکه شي.»
موږ د همدې راپور د چمتو کولو پرمهال د ننګرهار کورونا سنټر ته د هغو ناروغانو لیدو ته ورغلو چې اوسمهال پر کورونا ناروغۍ اخته او په یاد مرکز کې تر درملنې لاندې دي.
د نورالحق په نامه د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې پلار یې پر کورونا اخته شوی او اوسمهال په یاد مرکز کې تر درملنې لاندې دی، کلید ته وویل، که کورونا وګڼل شي، نو ستونزې به لا پراخې شي او پېښې به یې زیاتې شي.
دی پر عامو خلکو غږ کوي چې په ورځني ژوند کې روغتیايي لارښوونې اوس هم عملي کړي.
نورالحق زیاته کړه:«زما پلار په کورونا اخته شوی او یوه اوونۍ کیږي چې دلته د ننګرهار په کرونا سنټر کې بستر دی، دلته یې ښه تداوي کیږي، خو کورونا سخته ناروغي ده او پلار مې د مرګ شیبې شماري ځکه کورونا که خلک عادي وګڼي نو ټول خلک به پرې اخته شي، زموږ غوښتنه له خلکو دا ده چې باید کورونا عادي ونه ګڼل شي او په ورځني ژوند کې روغتیایي لارښوونې عملي کړي.»
د ننګرهار کورونا سنټر کې د نورو ختیځو ولایتونو، ناروغان هم تر درملنې لاندې دي.
د لغمان اوسیدونکې ګل مینه چې مور یې پر کورونا اخته ده او اوسمهال د ننګرهار کورونا سنټر کې تر درملنې لاندې ده، وایي چې په لومړي سر کې د روغتیایي سپارښتنو د نه عملي کېدو او د کورونا په اړه د معلوماتو نه لرلو له کبله یې ګڼ شمېر خپل خپلوان پر یادې ناروغۍ اخته شوي دي.
ګل مینه زیاتوي:«مور مې دلته په کرونا سنټر کې بستر ده، نن یې اتمه ورځ ده چې دلته راغلی یو، کورونا ډېره سخته او وژونکې ناروغي ده. موږ یې په اړه په لومړي سر کې معلومات نه لرل ځکه مو پرې ډېر خپل خپلوان اخته شول، خو اوس چې مو معلومات ترسره کړل نو د کورنۍ نور غړي مو ټول روغتیایي لارښوونې عملي کوي او عامه پوهاوی ډیر مهم دی.»
خو روغتیاپالان په ټوله کې وايي چې د کورونا د شدت له کموالي سره سره هم اړتیا ده چې عام وګړي روغتیايي سپارښتنې عملي او کورونا ناروغي عادي ونه‌ګني او د خپل ځان او کورنۍ خوندیتوب ته متوجه واوسي.





کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA