دغه وزارت وایی، په همدې موده کې له دې وبا څخه کوم څوک نه دي مړه شوي او ۸۱ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۲۰ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۱ زره او ۱۲۹ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.