ads

په ارزګان کې فرهنګي ستونزو د نجونو د زده کړو مخه نيولې

ارزګان، چې د زده کړو او عامه پوهاوي کچه پکې کمه ده، لاهم ډېري ښځينه زده کوونکې د کورنيو له خوا ښوونځيو ته نه پرېښول کېږي.

احسان الله ولسمل
17 غبرګولی 1399
په ارزګان کې فرهنګي ستونزو د نجونو د زده کړو مخه نيولې

په دغه ولايت کې د ښځو چارو رياست مسولين وايي، د پخوا په پرتله اوس د ښځينه زده کوونکو شتون په ښوونځيو کې زيات شوي؛ خو زياته وي چې لاهم يو شمېر کورنۍ خپل لورګانې نه پرېږي چې په ښوونځيو کې زده کړي وکړي.
د ارزګان د ښځو چارو ریاست سرپرسته ريیسه رڼا سمي وفا وايي، ډېر شمېر کورنۍ لاهم د فرهنګي ستونزو له امله اړ شوي، چې خپلې لورګانې په نيمايي کې له ښوونځيو څخه منع کړي دي.
نوموړی دغه چاره د اندېښني وړ ياده وي او له کورنيو څخه غوښتنه کوي چې خپل لورګانو ته اجازه ورکړي، څو ښوونځيو کې زده کړي وکړي.
«که په لېري ساحو کې وګورو، لاهم زياتي کورنۍ شته چې خپل انجونې ښوونځيو ته نه پرېږدي. که په يوه کور کې يو ښځه تعليم وکړي، په دي مانا چې ټول کور يې تعليم کړی دی.»
په ورته مهال د ارزګان د پوهنې رياست چارواکي هم دغه ستونزه مني او زياته وي چې دوی په دې برخه کې زياتې هڅې کړې دي.
د ارزګان ولايت د پوهني رییس ميرزامحمد سالارزی وايي، يو شمېر ښځينه زده کوونکې د فرهنګي ستونزو له امله خپلې زده کړي پر نيمايي پرېږدي.
نوموړی زياته وي، په دي برخه کې یې د عامه پوهاوي له لارې يو شمېر کورنۍ راضي کړي چې خپل لوڼې ښوونځيو ته پرېږ دي.
«تر ډېره پور د عامه پوهاوي له لارې دا ستونزه حل شوې، خو کفايت نه کوي. موږ هڅه کوو چې د رسنيو، ديني عالمانواو مدني فعالانو له لاري دغه ستونزه حل کړو.»
په مرکز ترينکوټ کې دامهال يوه ښځينه دولتي لېسه موجوده ده چې په زرګونه ښځينه زده کوونکي پکي په زده کړو بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA