ads

زلمی خلیلزاد: داعش د افغان سولې سبوتاژ کولو لپاره خنډونه جوړوي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د کابل او ننګرهار بریدونه د داعش خراسان ډلې کړي دي. په داسې حال کې چې افغان حکومت دغه بریدونه د وسله والو طالبانو کار بللی دی، خو اوس تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد […]

نویسنده: shams
26 غویی 1399
زلمی خلیلزاد: داعش د افغان سولې سبوتاژ کولو لپاره خنډونه جوړوي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د کابل او ننګرهار بریدونه د داعش خراسان ډلې کړي دي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت دغه بریدونه د وسله والو طالبانو کار بللی دی، خو اوس تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټوېټ کې لیلکي، د امریکا متحده ایالاتو د حکومت ارزونې او شواهد ښیي چې وروستيو دواړو بریدونو کې طالبان لاس نه لري او دواړه بریدونه د افغان سولې بهیر د سبوتاژ په هدف د داعش د خراسان ډلې کړي دي.

نوموړي همدارنګه ویلي د داعش دام ته د لویدلو او د سولې د ځنډولو یا ورته د خنډونو د جوړولو پر ځای، افغانان باید سره راغونډ شي چې دغه ګواښ ته ماتې ورکړي او د سولې د تاریخي فرصت پسې ورشي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه بریدونو سره هممهاله طالبانو هم بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA