افغان حکومت له هېوادوالو غوښتنه کړې چې د کرونا وېروس په تړاو د روغتیا وزارت او رسنیو ځانګړو پیغامونه ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو ددې وژونکي وېروس څخه خوندي پاتې شي.
جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ناوخته له کابله وروسته پنځو نورو ښارونو کې د وچې ډوډۍ د وېش پیل په اړه ځانګړې ویډیو کې پر هېوادوال غږ وکړ، چې کرونا وېروس جدي ونیسي او په دې برخه کې اړینې سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي.
جمهور رییس وویل چې کرونا وېروس ټوله نړۍ له اقتصادي بحران سره مخ کړې ده چې دې سختو او حساسو شرایطو کې ګډ کار ته اړتیا لیدل کېږي.
جمهور رییس له اړوندو چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو،شتمنو، وکیل ګذرانو او مدني فعالانو وغوښتل چې پر اړمنو د وچې ډوډۍ د وېش له پروسې په کلکه نظارت او ددې پروسې د روڼتیا لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
د حکومت له لوري د وچې ډوډۍ د وېش پروسه له کابل راورسته کندهار، مزارشریف، کندز، جلال اباد او هرات ښارونو کې پیل شوې ده او همدارنګه په نږدې ورځو کې به دا پوروسه نورو ولایتونو ته هم وغځیږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ