ads

امریکا کې د کرونا ناروغانو ته د ایبولا درمل ورکول کېږي

  د راپورونو له مخې امریکا کې د ایبولا ناروغۍ لپاره درمل اوس د کرونا ناروغانو ته د درملنې په هدف ورکول کېږي. په امریکا کې د خوراکي توکو او د درملو اوندې ادارې ویلي، چې په اوس وخت کې به ایبولا درمل یوازې د کوویډ – ۱۹ هغو ناروغانو ته ورکول کېږی چې په […]

نویسنده: shams
14 غویی 1399
امریکا کې د کرونا ناروغانو ته د ایبولا درمل ورکول کېږي

 

د راپورونو له مخې امریکا کې د ایبولا ناروغۍ لپاره درمل اوس د کرونا ناروغانو ته د درملنې په هدف ورکول کېږي.

په امریکا کې د خوراکي توکو او د درملو اوندې ادارې ویلي، چې په اوس وخت کې به ایبولا درمل یوازې د کوویډ – ۱۹ هغو ناروغانو ته ورکول کېږی چې په روغتون کې بستري وي .

برتانیا کې بیا خلکو د پلازما درملنې ته ځانونه چمتو کړي دي او هلته ورته کابو ۶۵۰۰کسانو په خپله خوښه د وینې پازما له لارې درمنلې ته چمتو شوي دي.

کار پوهان بیا خبر ورکوي چې د ایبولا درمل به د کرونا ناروغانو لپاره سل په سلو کې ټک او پتری نه وي، دوی وایي چې یوازې دا درمل ددې وېروس جینوم کې مداخله کوي او د ودې مخه یې نیسي.

د کرونا له کبله په ټوله نړۍ کې کابو ۳۴۸۳۱۸۴ ته تنه په دې ناروغۍ اخته شوي او تر دوه سوه زیات کسان ترې مړه شوي دي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA