د اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کریمي کلید ته وویل، هیچاته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې نورو ته ستونزې جوړې کړي.
نوموړي زیاته کړه، اوسمهال په افغانستان کې بشري وضعیت هم ښه شوی، خلک په ارامه او خوشاله ژوند لري.
«په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندیښنې بېځایه دي. د ټولو بشري وضعیت خوندي دی. موږ به هېچاته اجازه ورنه کړو چې د افغانستان له خاورې نورو ته زیان پېښ کړي.»
د سپینې ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سعودي عرب ته د جمهور رییس جو بایډن د سفر پرمهال سعودي چارواکو له بایډن سره د افغانستان د امنیت او په دغه هېواد کې د ترهګرۍ له کبله د راپورته کېدونکي ګواښ په تړاو خبرې کړي.
د سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، بایډن او د سعودي چارواکي له افغانستان سره د بشري مرستو د ملاتړ د دوام پر اهمیت هم وغږېدل او د اړمنو افغانو او د خلکو د حقونو پر خوندیتوب یې هم ټینګار وکړ.
په خبر پاڼه کې ویل شوي:
«دواړه لوریو په افغانستان کې د امنیت لپاره پر مرستې او په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو د خطر په له منځه وړلو ټینګار وکړ. دوی همدرانګه، په افغانستان کې د بشري مرستو دوام هم مهم وباله.»
په اعلامیه کې دا نه ده په ډاګه شوې چې “په افغانستان کې له مېشتو ترهګرو” یې هدف څوک دي.
دواړو غاړو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم د حقونو په ګډون روغتیايي حقونو ته د افغانانو د اساسي حقونو د لاسرسي پر اهمیت هم خبرې کړې دي.
د سیاسي او پوځي چارو شنونکی جنرال صادق شینواری بیا وایي، امریکا او سعودي عربستان لا هم د افغانستان له روان سیاسي او امنیتي وضعیت خوښ نه دي او هڅه کوي چې خپلې غوښتني په اسلامي امارت ومني.
«امریکا او سعودي عربستان له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه یو ډول نظر لري او په ګټو کې هم سره یوه خوله دي، خو دوی اوس د افغانستان له روان وضعیت یو ډول اندیښنه لري چې ګواکې د دوی پر ضد ونه کارول شي او بل امریکا هڅه کوي چې د سعودي عرب په مرسته خپلې غوښتنې په اسلامي امارت ومني.»
جو بایډن وړمه ورځ منځني ختیځ ته د خپل سفر له لومړي تمځي اسرائیلو څخه سعودي عرب ته سفر کړی او دغه هېواد له چارواکو سره یې پر یو لړ مهمو مسلو خبرې کړې دي.