د یاد وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي چې د مسکو د هوايي بریدونو سره د مبارزې لپاره به د پیټریټ میزایلو انتقال د روسیې په لس میاشتنۍ جګړې کې د متحدو ایالتونو نقش نور هم قوي کوي چې ناوړه پایلې به ولري.
نوموړې څرګنده کړه چې امریکا په اغیزناک ډول د جګړې په یو اړخ بدله شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا څو ورځې دا خبره تائید کړه چې پنټاګون اوکراین ته پیټریټ میزایل ورکوي.
د اوکراین د هوايي دفاع سیستم د روسیې د بریدونو په وخت کې مهم رول لوبولی خو په ځمکنۍ جګړه کې چې ځینې سیمې د مسکو له لاسه ووتلې او بیا یې د اوکراین د انرژۍ په بنسټونو بریدونه زیات کړل، کیف له امریکا څخه وغوښتل چې د پیټریټ میزایلو سیستم ورکړي.
د امریکا د پیټریټ د میزایلو سیستم رادار، د کنترول مرکز، د برېښنا د تولید وسایل او تر اتو توغندیو پورې د توغولو امکانات لري او د دافع هوا یو ډېر پرمختللی سیستم بلل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ