د سیاسي مشرانو ترمنځ د سیاسي اختلاف په ختمېدو د پمپیو خوشبیني
د جي ۷ هېوادونو د مجازي غونډې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبریالانو ته خپلو خبرو کې خوشبیني ښودلي ده چې افغان مشران به خپل سیاسي اختلاف حل او ډېر ژربه سره جوړ شي.
پمپیو کابل ته د خپل سفر په اړه وویل، چې په دې سفر کې افغان مشران هڅولي چې د امریکا او افغانستان ګډې اعلامیې ژمنې په پام کې ونیسي.
درې ورځې وړاندې پمپیو کابل ته راغلی و او دلته یې له افغان مشرانو سره تر لېدنې وروسته قطر ته لاړ او هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملابرادر غني سره هم ولیدل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د پمپیو له سفر وروسته په یوه اعلامیه کې د غني او عبدالله سیاسي اختلاف “غیرمسوولانه” او د امریکا ګټو ته مستقیم ګواښ وباله.
نوموړي همدارنګه له افغان مشرانو او طالبانو غوښتي چې د افغانستان د خلکو د ګټو په خاطر دې یو بل سره جوړ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ