د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې د جمهور ریس محمد اشرف غني او مخکېنې اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبالله ترمنځ رامنځته شوې ستونزه حل کړي.
تېر ماښام زلمي خلیلزاد له یوې خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، هڅه کوي چې د جمهور رییس او مخکېنې اجراییه رییس ترمنځ موجوده ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
ده همدارنګه ویلي، د جمهور رییس محمد اشرف غني او ډاکټرعبدالله عبدالله ترمنځ رامنځته شوې ستونزه د افغانستان پر سولې منفې اغېز کولای شي او باید د سولې له دې تاریخي موقیع ګټه پورته شي.
د دوشنبې ورځ د مارچ په نهمه نېټه جمهور رییس محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله دواړو په یو ځای د لوړې مراسم ترسره کړل.
د لوړې له مراسمو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ټویټ کې ولیکل چې امریکا افغانستان کې له یوه واحد نظام څخه ملاتړ کوي، او موازي حکومت ورته د منلو نه دی.
خلیلزاد په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې په قطر کې له طالب پلاوي سره هره ورځ امریکایي پوځیان ناستې لري ، ترڅو د هوکړه لیک د عملي کولو روان بهیر وارزوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ