ارګ وايي، چې د جمهور رییس محمد اشرف غني او لومړۍ مېرمې بيبي ګل غني د کرونا د ازمایښتونو پایلې منفي دي.
د جمهور رییس ویاند صدیق صدیقي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د جمهور رییس او مېرمنیې په خپله خوښه د کرونا ټسټ ورکړی و چې نتیجه منفي ده او هغوی پر کرونا نهدي اخته شوي.
جمهور رییس محمد اشرف غني او لومړۍ مېرمن داسې مهال د کرونا ټیسټ کوي چې له دې وړاندې د روغتیا وزارت ارګ کې د شل تنو کارکوونکو د اخته کېدو خبر ورکړی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ