ads

له نږدې پنځه کاله ځنډ وروسته؛ شنبه بازار بېرته پرانیستل شو

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ، د تاجکستان په خاوره کې « شنبه بازار» له نږدې پنځه کالو ځنډ وروسته بېرته پرانېستل شو

احمدالله ستانکزی
3 غبرګولی 1403
له نږدې پنځه کاله ځنډ وروسته؛ شنبه بازار بېرته پرانیستل شو

افغان چارواکي وایي، چې دغه بازار په تېر ۲۰۱۹ کال کې د کرونا وایروس د خپرېدو له کبله د تاجکستان حکومت لخوا تړل شوی و؛خو د روانې اوونۍ په لړ کې  د اسلامي امارت او د تاجکستاني لوړ پوړو چارواکو له‌لوري د یوې هوکړې پر اساس، د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې او د اړیکو د پراختیا په هدف پرانیستل شو.

د بدخشان ولایت د ګمرک رییس مولوي شفقت الله محقق وایي، چې په دغه ګډ بازار کې زعفران، پشمي غالۍ، جامې، خوراکي توکي او نور ګڼ بېلابېل اجناس پلورل کېږي.

« د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د عدلیې وزارت او د ګمرکونو د عمومي ریاست په ملتیا او همکارۍ تاجکستان هېواد ته په ځلونو د شنبه بازار د بېرته پرانیستلو لپاره سفرونه ترسري کړي دي، چې بالاخره پرانیستل شو. دغه بازار د هېواد د اقتصادي پرمختګ او د ولسونو د هوساینې سبب ګرځي.»

د بدخشان ولایت دوه تنه اوسېدونکي چې شنبه بازار ته د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره راغلي وایي، خوښ دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ بازار له ځنډ وروسته بېرته پرانستل شو او په خبره یې چې حکومت دې خلکو ته په دغه بازار کې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي.

« دا بازار موږ لپاره ډېر ګټور دی، ځکه یو خو توکي پکې ارزانه دي او بل پخوانۍ فرهنګي اړیکې مو زیاتیږي. هغوی خپل توکي بازار ته عرضه کوي موږ یې اخلو او همدارنګه زموږ محصولات هغوی اخلي.»

« دا بازار د دواړو هېوادونو لپاره ډېر ګټور دي،  د اړتیا وړ توکي په کې په مناسبه بیه تر لاسه کېږي او بل دا چې د بدخشان او هغه هېواد خلک یو د بل ترمنځ ډېره خپلوي لري، چې دا د دوی د یووالي لامل کېږي.»

بلخوا د اقتصادي چارو کارپوهان هم دغه ګډ بازار له یو پلوه، د دواړو هېوادونو د اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بولي او له بل پلوه بیا خلکو ته د کاري فرصت د برابرېدو خبره کوي.

د اقتصدي چارو کارپوه محمد طارق شبیر په دې اړه وایي: « دغه مشترک بازار د افغانستان او تاجکستان دواړو هېوادونو په ګټه دی؛ ځکه اقتصاد پیاوړی کېږي، خلکو ته کار پیدا کېږي او د دولتونو اړیکې پراخیږي.»

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وړاندې، د بدخشان ولایت په سرحدي ولسوالیو کې څلور بازارونه فعاله و؛ خو اوسمهال  یو ګډ بازار شته ، چې په اوونۍ کې یو ځل فعاله وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA